يخچالي چرګې او غوښې (listeria) مرګونې ناروغۍ پيدا کوي

امريکا او د نړۍ ځينو نورو هېوادونو کې ګڼ شمېر خلک د listeria په نوم ناروغۍ باندې ککړ شوي دي، چې لامل يې يخچالي د چرګو او حيواناتو غوښې دي. دغه ناروغي د Listeria monocytogenes بکتريا له امله پيدا کېږي. 

ډاګټرانو ويلي دي، چې Listeria monocytogenes نومي بکتريا د خاورو، خوسا شوي سابو او اوبو وراېخوا په هغه غوښو کې پيدا کېږي، چې د  اوږد وخت لپاره يخچالونو کې ساتل کېږي  او بیا خوړل کېږي. 

د listeria ناروغۍ لومړنۍ نښې سخت زکام، شديده تبه، نس ناستی، بد - هضمي، د اشتها خرابوالی او استفراق دی. دغه بکتريا د چرګو په هغه غوښو کې ډېره پيدا شوې، چې يخچالونو کې  د اوږد او ډېر وخت لپاره ساتل کېږي.