تر ټولو ستره مسافر وړونکې بېړۍ چې نېږدې ۸۵۰۰ کسان په کې ځايږي 

د Royal Caribbean کښتۍ جوړونې شرکت Oasis of the Seas نومي بېړۍ جوړه کړې ده، چې پرمختللې ټېکنالوژي په کې کارول شوې او څو پوړيزه جوړې شوې ده. 

دغه کښنتي ۶۳۰۰ مسافر او نېږدې دوه زره تنه خپله عمله وړی شي. زرګونه ټنه وزن لېږدولی او چټکتيا يې پر يو ساعت ۴۶ کيلو متره ده. د Oasis of the Seasنومي بېړۍ بيه يو مېليارد او سل مېليونه امریکايي ډالر کېږي. 

ددغه کښتۍ دننه کوټې د اسانتياوو درلودنکې دي، چې د برېښنا وراېخوا انټرنېټ  او د رسټورانټ سهولتونه په کې شتون لري.