په کار ځای کې د همکارانو له بدې ګټې اخیستنې څخه څنګه مخنیوی وکړو؟

په ژوند کې دوه ډوله انسانان شتون لري، یو ډېر زیات کوښښ کوونکی او هڅاند، چې خپله دنده ترسره کوي او بل هغه موکه غوښتونکی دی، چې له افرادو او موقعیتونو څخه د خپل کار د ترسره کولو لپاره ګټه اخلي او دغه راز کولای شي، له خلکو څخه بده ګته واخلي.
 
ډېری کسان د دې انسانانو له چلند څخه شکایت لري. که تاسو هم دا تجربه لرئ او غواړئ نور له هغوی سره مخامخ نه شئ، نو ښه ځای ته راغلي یاست، دا لیکنه له بده ګټه اخیستونکو همکارانو سره د چلند په اړه تاسو ته لارښوونه کوي.
 
له بده ګټه اخیستونکو همکارانو سره چلند؛ په خپل کار پورې ونښلئ   
کله چې په دنده باندې ګمارل کېږئ، ستاسو کاري چاپېریال په یوې ځانګړې برخې پورې تړاو لري، نو پاتې نور کارونه اصلاً ستاسو په برخه پورې تړلي نه دي، خو که وغواړئ په نورو کارونو کې هم له نورو سره ګډون وکړئ، هغه وخت ستاسو وړتیاوو ته د شرکت پام کېږي، همدا چاره د دې سبب ګرځي، چې کله وخت تاسو ته ډېرې دندې وسپارل شي.
 
دا دندې ستاسو د دندو په لایحه کې شتون نه لري، په حقیقت کې، په دې کارونو سره، هغوی ستاسو له وړتیاوو او مهارتونو څخه ګټه اخلي او په همدې دلیل غوره ده، چې په خپل کار پورې ونښلئ، خو په یاد ولرئ، چې هر څو میاشتې وروسته یو ځل له خپل ځانه خلاقیت ښکاره کړئ، ترڅو فکر ونه کړي، چې د روبوټ په توګه کړنې ترسره کوئ، په دې توګه د اضافي کارونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ.
 
رییس مو له خپلو کارونو څخه خبر کړئ
مهمه نه ده، چې څه کارونه ترسره کوئ، حتا که د یوې کوچنۍ دمې په لړ کې، یو بل شخص له تاسو نه غوښتنه کړې ده، چې د رییس په نه شتون کې، د یوه کار په ترسره کولو کې له هغه سره مرسته وکړئ، هرومرو له دې کار څخه مو رییس خبر کړئ. تاسو تل باید خپل رییس له خپلو کارونو څخه خبر کړئ.
 
له بده ګټه اخیستونکو همکارانو سره په چلند کې، ځانګړې پولې او بریدونه وټاکئ
مهمه نه ده، چې چېرته یاست، څه په کار ځای کې او څه په شخصي ژوند کې، باید د ژوند او د نورو د چلند لپاره مشخصې پولې ولرئ. د خپل ځان لپاره داسې لید او پوله وټاکئ، که حتا یو څوک وغواړي تاسو ته کوم څه درکړي، په مهربانۍ سره وي، نه په امر او نهیې سره.  
 
خپله خبره وکړئ
خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او له ځانه دفاع وکړئ. که له بریده زیاتې دندې په تاسو باندې فشار راولي او هېڅ آزاد وخت نه لرئ، په اړه یې هرومرو خبرې وکړئ، که څه ونه وایئ، په بشپړه توګه مو نالیدلی نیسي او تاسو ته لا ډېر کارونه درسپاري. تاسو نه شئ کولای، چې تل ټول له ځانه خوشاله او راضي وساتئ. له بده ګټه اخیستونو همکارانو سره په چلند کې، خپل ځان ته باید لومړیتوب ورکړئ.
 
کولای شئ استعفا ورکړئ
دا یو ډېر ستر ګام دی، چې باید د وروستۍ حل لارې په توګه په اړه یې فکر وکړئ، هېڅکله داسې فکر مه کوئ، که چېرې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړئ، نه شئ کولای چې بله دنده پیدا کړئ یا ژوند به مو پای ته ورسېږي.
 
که فکر کوئ، چې په کار ځای کې له تاسو نه بده ګټه اخیستل کېږي، نو خوشې یې کړئ. لکه څنګه چې دا شرکت ستاسو شتون ته ارزښت ورکوي او تاسو او وړتیاوو ته مو اړتیا لري، نو هرومرو بل شرکت ستاسو په تمه دی.
 
له بده ګټه اخیستونکو همکارانو سره چلند: که تاسو یو زیار ایستونکی فرد واوسئ، هغوی به یو ښه کارمند له لاسه ورکړي، خو دا ټکی د وروستي پړاو په توګه په پام کې ونیسئ. کله چې داسې احساس وکړئ، چې په کار ځای کې د شکنجه کولو په حال کې یاست، په دې صورت کې تر ټولو غوره کار استعفا او د دندې پرېښودل دي.