د انګلیسي - پښتو غوره مقالې کتاب چاپ شو

ډېری مینه والو به غوښتل چې د انګلیسي – پښتو مقالو یو غوره، او پډېټ کتاب باید ولېکې، زما هم زړه و او باید د مینه والو غوښتنه مې پوره کړې وای، له همدې کبله اړ شوم، چې په فرصت سره د خپلو مینه والو غوښتنه پوره کړم، که څه هم ما رسمي دنده درلوده، سهار وختي به له کوره د دندې پر لور ووتم او ماښام تیاره مهال به کور ته را ورسېدم، خو بیا هم ما خپلې هڅې نه دي درېغولي او پرلپسې تر نیمې شپې مې د دې کتاب په لیکلو او چمتو کولو رڼې کړې، خپل خوب مې د کتاب د بشپړولو لپاره نذرانه کړ او د انګلیسي ژبې د مینه والو او زده کوونکو لپاره مې د مقالو یوه داسې ټولګه برابره کړه، چې په یو ځل لوست سره به ډېر څه ترې زده او ترلاسه کړي. 

دا کتاب په جلال آباد ښار کې سهار خپرندویه ټولنې د ‍۱۰۰۰ ټوکو په تعداد چاپ کړ، کتاب ۱۰۲ مخونه لري او منځپانګه یې له غوره او مؤثره لیکنو او مقالو برخمنه ده. 

د کتاب منځپانګه کې تر ټولو جالبه نقطه لا دا ده، چې د هرې مقالې په پای کې د مقالې اړوند څو پوښتنې هم ذکر شوي دي، دا پوښتنې تر نورو جلا دي او زده کوونکي خپلو درسونو ته ځيروي، ښه او ژور لوست ته یې هڅوي او تر ټولو ښه لا دا چې د مقالې په اصلي مفهوم یې پوهوي.

دا کتاب د جلال آباد ښار په اسحاقزي مارکیټ کې له سهار خپرندویه ټولنې،  په پلازمېنه کابل کې یې له اکسوس، علمي او حکمت کتاب پلورنځیو، په پکتیا کې له ماشاء الله او علمي کتاب پلورنځیو او په لغمان کې یې له مدینه مارکیټ، رهبر، حبیب الله، چهارباغ بازار پلورنځيو څخه ترلاسه کولای شئ.

په کتاب کې لنډه لیکنه استاد شهنواز ځواک لیکلې او زده کوونکي یې پکې هڅولي، څو دغه کتاب په یو لړ ځانګړو سپارښتو او دقت ولولي.

دغه کتاب د ۲۰۲۲ تر ډېسمبره د تازه ټيکنالوژيکي موضوعاتو په شمول له ګڼو اپډېټ عنوانونو څخه برخمن دی او لوست یې تاسې ذهناً آرام ساتي.

پای