د DragonFire نومي وسله؛ د ليزر په مسير حرکت کوي او هوا کې ډرون الوتکې په نښه کوي

دغه د DragonFire په نوم له ځمکې څخه هوا ته پرمختللې وسله دومره چټکتيا لري، څومره چې د روښنايۍ چټکتيا ده. دغه وسله هوا کې ډرون الوتکې او نور توغندي په نښه او له منځه وړي. 

په DragonFire نومي وسله کې ټېکنالوژي داسې کارول شوې ده، چې لومړی د ليزر په وسيله نښه يا هدف ورته ښوودل کېږي او بيا چې پر کومه خوا د ليزر روښنايي وي، پر همماغه لورې دغه وسله حرکت کوي. 

د وسلې د چټکتيا په اړه ويل شوي دي، چې د ليزر د روښنايۍ په څېر چټکتيا لري. مطلب، په څومره چټکتيا سره چې د ليزر روښنايي ځي، نو په همدومره سرعت سره دغه وسله ور سره مزل کوي او موخې ته ځان رسوي.