هغه بېړۍ چې پرله پسې څلور ورځې د اوبو لاندې مزل کوي او اکسېجن ساتي 

د  U-Boat Worx په نوم د کښتۍ جوړونې شرکت له خپلې وروستۍ بېړۍ پرده پورته کړې کومه چې پرله پسې څلور ورځې د اوبو لاندې مزل کوي او دغه موده کې د اکسېجن د ذخيرې وړتيا لري. 

دغه کوچنۍ او سياحتي کښتي Nautilus نوميږي چې د شخصي او سوداګريز استعمال لپاره جوړه شوې ده. د Nautilus کښتۍ بيه لوړه ده او ۲۵ مېليونه امريکايي ډالر ټاکل شوې ده. 

د کښتۍ دننه کوچنۍ کوټه جوړه شوې ده، چې برېښنا او نورې اسانيتاوې په کې شتون لري. دغه کښتي د بحر لاندې په يو ساعت کې نېږدې ۵ کيلو متره مزل کولی شي.