نوې طبي موندنه: ورځ کې د دوه مرخېړيو خوړل مو له سرطان ساتي 

يوه نوې طبي او ساينسي څېړنه ښيي چې د مرخېړيو يا mushrooms خوړل د سرطان د مختلفو ډولونو د پېښېدو چانس تر ۴۵ سلنه پورې راکموي. ورځ کې د دوه منځنيو يا ۱۸ ګرامه مرخيړو خوړل، د سرطان پر وړاندې سنګر نېول دي. 

د  Pennsylvania State نومي پوهنتون په دې څېړنه او تجربه کې ويل شوي  دي، چې مرخېړي په زياته اندازه ویټامین، مغذي مواد، او انټي اکسیډنټ لري کوم چې د سرطان ناروغي سره جګړه کې مخکښ او د وجود دفاعي سېسټم غښتلی کولی شي. 

دغه څېړنه کې ويل شوي دي، چې د سرطان د نورو ډولو په پرتله، مرخېړي د سينې سرطان پر وړاندې غوره خواړه دي او کولی شي، ميرمنو کې د سينې سرطان مخه تر ۴۵ سلنه پورې ونېسي. 

د يادونې ده، چې ځيني مرخېړي زهري وي، چې د ناڅاپي مړينې لامل کېږي او پر دې بنسټ د مرخېړيو په پېژندنه کې بايد پاملرنه وشي.