د اوکراين - روسيې جګړه کې؛ امريکا اوکراين ته د توغنديو دفاعي سېسټم ورکړ 

امريکا ته د روسيې د ولسمشر ولادميير زېلېنکسي د وروستي سفر په لړ کې، امريکا دغه هېواد ته پوځي ملاتړ  او مرسته منظوره کړې،  چې ارزښت يې يو  مېليارد او اته  سوه پنځوس مېليونه امريکايي ډالر کېږي. 

دغه پوځي مرسته کې د Patriot Missile system په نوم د توغنديو دفاعي سېسټم هم شامل دی، چې د روسيې s-400 سېسټم سره ورته والی لري. دغه سېسټم کولی  شي، چې د روسيې توغندي دفاع او خنثی کړي. 

ټاکل شوې ده چې دغه د توغنديو دفاعي سېسټم به لومړی جرمني ته ولېږل شي او وروسته  به اوکراين کې ځای  پر  ځای او  د کارونې برخه کې به  يې اوکرايني پوځيان هم وروزل  شي.