د ځمکني توت (Strawberries) پنځه روغتيايي ګټې 

دا موسمي میوه ده چې  پولیفینول، غذايي فایبر، پوتاشیم، مګنیزیم او ځينو نورو ویټامینونو څخه  بډایه ده. که هره ورځ يا اوونۍ کې دوه ځلې وخوړل شي، نو دغه روغتيايي  ګټې لري. 

۱-   دماغي فعالیت ښه کوي
په ځمکني توت کې موجود پوټاشیم په مغزو کې د وینې جریان ښه کوي او د ادراکي فعالیت د ودې سبب کېږي. 

۲-  د بدن معافیتي سېستم غښتلی کوي 
د ویټامین سي لرونکی ځمکنی توت ستاسو معافیت سېسټم ښه کوي. که ويټامين سي مو کم وي، نو دغه ميوه يې ښه سرچينه ده. 

۳- د زړه روغتیا ښه کوي
ځمکنی توت ستاسو روغتیا ساتي ځکه چې دا په پولیفینول او انټي اکسیډنټ کې بډایه ميوه ده. د وینې فشار هم د دې لخوا تنظیم کیږي.

۴- د وينې لوړ فشار ټېټوي
سټرابیري د وینې لوړ فشار کمولو کې مرسته کوي ځکه چې مګنیزیم او پوتاشیم په کې ډېر دي. 

۵- د لید روغتیا ته وده ورکوي
سټرابیري د سترګو د فشار او د سترګو د فشار د ستونزو په حل کې مرسته کوي. په سټرابري کې موجود پوتاشیم ستاسو د سترګو د فشار په تنظیمولو کې مرسته کوي.