د ګاونډیو هېوادونو په نسبت د اوبو له طریقه افغانستان یو غني هېواد دی یعنې د ګاونډیو څخه افغانستان ډېرې اوبه لري، چې افغانستان د ځمکې پر سر تقریباً ۵۵ میلیارده متر مکعب او د ځمکې لاندې او نورې ۲۰ میلیارده متر مکعب اوبه لري. په ټوله کې افغانستان مجموعي ۷۵ میلیارده متر مکعبه اوبه لري، چې له جملې یې تر ډېره خوږې او د څښاک وړ اوبه دي.
دا چې افغانستان ته نسبت ګاونډي هيوادونه زموږ له اوبو څخه په برښنایی او زراعتي برخه کې زیاته او سالمه استفاده کوي نو ټوله ګټه یې همدې ګاونډیو ته رسیږي، که چېرې په یادوشویو اوبو باندې ډیمونه، کانالاونه او د برښنا بندونه جوړ شي پرځان بسیا او خودکفاء افغانستان به ولرو او د ګاونډیو هېوادونو له احتیاجه به په اسانۍ سره خلاصون و مومو.
که څه هم په اوسنیو حالاتو کې دومره بودیجه شتون نه لري چې د افغانستان په ټولو سیندونو باندې بندونه جوړ شي خو باید د یومنظم پلان له مخې د افغانستان ټولې اوبه په تدریجي ډول په درست ډول کنټرول او مدیریت شي.
که د افغانستان پریمانه اوبه کنټرول او په داخل د افغانستان کې د زراعتي ځمکو له پاره په کار یوړل شي ډېر شمېر ګټې به له ځان سره ولري. چې لاندې به ورڅخه یادونه وکړو.
- د ګاونډیو هېوادونو خصوصاً د تاجکستان او ازبکستان د وارداتي برښنا پرځای به خپله پریمانه برښنا ولرو.
- پر اساس به یې په افغانستان کې پراخه شاړې ځمکې هغه ځمکې چې د اوبو د نشتوالې له وجې همداسې سپیره ډاګونه او دښتې پاتې کړل شوي دي ابادې او زراعتي شي، ترڅو خلک د هغې د حاصلاتو څخه ګټه من شي.
- پر اساس به یې په زراعتي ځمکو هغه توکې وکرل شي کوم چې د هغوی کښت کم یا هم بیخي شتون نه لري، چې د افغانستان په زراعت کې به یو ستر انقلاب او بدلون رامنځ ته شي یعنې یو زراعت محوره افغانستان به ولرو.
- سیاسي الې په توګه: د کمال خان بند چې تقریباً ۱۷ متره پراخوالی او ۱۲ متره ارتفاع لري د افغانستان د مهمو بندونو له جملې څخه دی او د افغانستان له پاره حیاتي ارزښت لري. همدارنګه د دې ترڅنګ د اوبو زخیره کولو له پاره یو بهترین بند دی.
که چېرې د کمال خان بند اوبه په ایران باندې وتړل شي په اسانۍ سره کولی شو چې په ایران باندې خپلې اړمنې غوښتنې د همدې فشارې الې(کمال خان بند) په ضریعه ومنو همدارنګه په بدل کې یې له ایران څخه تېل یا هم ګاز ترلاسه کړو، ترڅو په افغانستان کې د تیلو- ګازو د کمښت او بیو لوړیدو مخنیوی وشي.
- که په ټولو اوبو باندې د برښنا بندونه جوړ شي نو د افغانستان مجموعي تولیدي انرژیکي برښنا به ۳۰۰۰ میګاواټه وي چې په دې اندازه برښنا له افغانستان څخه څو چنده اضافي ده او کولی شو ګاونډیو هېوادونو ته خپله تولیدي برښنا او انرژي ورکړو هغه پیسې چې د برښنا په بدل کې یې افغانستان ترلاسه کوي، افغانستان ته به په اقتصادي برخه کې ډېرې مفیدې او اغېزمنې تمام شي؛ چې د یادو پیسو په اساس د هېواد په داخل کې کولی شو چې نورې لویې پروژې او پلانونه تطبیق کړو.
- د اوبو په درلودلو سره به ډېر شمېر میوه لرونکي باغونه اباد شي چې پر اساس به یې هر ډول میوې په ملي سطحه سربېره په سیمه ایزه کچه بازارونو ته عرضه او وړاندې شي، په بدل کې به یې نور خوراکي او غیر خوراکي توکي رانیول کېږي.
ولې د افغانستان اوبه نه دې کنټرول شوي؟
هغه ستونزې چې تراوسه پورې د افغانستان اوبه نه دي مدیریت شوي او همداسې سرشاره ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي او هغوی ورڅخه په خپله ګټه استفاده کوي، په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو.
- داچې د ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو پر سر کړکېچ نه دی حل شوې نړیوال او سیمه ایز شرکتونه هم دې ته زړه نه ښه کوي چې په داسې جنجالي او کړکېچنو مسایلو کې پانګونه وکړي او دهغې چارې پرمخ یوسي.
چې تر ډیره پاکستان د افغانستان سره د اوبو سربېره په سرحدي لحاظ هم مشکل لري، که څه هم په ظاهره پاکستان وایي چې د کنړ سیند له چترال څخه سرچینه اخلي ډېری وخت یې په دې سیمو بریدونه هم کول او د ډیورنډ کرښې ته ډېر رانږدې شول په ټوله کې که و وایم پاکستان د دې په لټه کې دی، چې د کنړ سیند پر اوبو کنټرول و لري او د هغې اوبه پرته له کوم امتیاز او بدل څخه په خپله ګټه استفاده کړي.
- افغانستان تراوسه پورې د ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو پر سر ډېر زیات مشکلات او ستونزې لري او د افغانستان سره په اوبو کې ځانونه شریک ګڼي، تر هرڅه مخکې باید د اوبو پر سر د رامنځ ته شویو ستونزو له پاره مزاکرات او خبرې اترې ترسره او د اختلافاتو له پاره د پای ټکی کېښودل شي.
- د اوبو د مدیریت په برخه کې د مسلکي متخصص انساني ځواک نشتوالی، که چېرې بهرنیو کاري انجینرانو او مسلکي اشخاصو ته د دې زمینه برابره شي او هغوی افغانستان ته راوبلل شي نو ممکن په کم لګښت او لږ وخت سره د یادو سیندونو پر سر د بندونو جوړولو له پاره سروې ترسره او عملي کړي.
وروستي