د سپټمبر 11مه امريکا څه غوښتل؟ په پنټاګون د بريد لامل څه او چا ترسر کړ؟

د پنټاګون ستره ماڼۍ او د نیویارک ستر تجارتي مرکز چې 110 پوړونه لري، د سپټمبر په 11 مه د یو ستر برید موخه و ګرځيد چې تر ۳۰۰۰ زرو ډېر امریکایي وګړي په کې و وژل شول.
 
امریکا د دې برید په هکله و ویل: چې زموږ بوینک دولس الوتکې چې شمېر یې څلورو ته رسیږي اختطاف شوې او په واسطه یې برید تر سره شوی.

په افغانستان د امریکا د برید پوره ۲۱ کاله پوره شول.
ایا دا امکان لري چې د امریکا د داسې څارګرې ادارې څخه چې د نړۍ په هره برخه کې دوی اکتشافات کولی شي، د دوی په شتون سره دښمن په دې توانیږي چې څلور الوتکې غلا کړي او بیا دې د یوې لویې حملې پلان پرې تطبیق کړي؟
 
ایا دا امکان لري وروسته له دې چې الوتکې هم غلا شوې ایا د امریکا استخبارتي کړیو پلټنې ترسره نه کړې چې زموږ الوتکې څه شوې ایا رادار سیستم هم خراب و؟
 
ایا اختطاف کوونکو په دومره کم وخت کې د پنټاګون ماڼۍ په نښه کولی شوه او په څه ډول یې برید پرې ترسره کړ؟
 
ایا د امریکا پرته داسې څوک به شتون و لري چې د امریکا په مهمو او مرکزي ایالتونو کې دې د چا له مرستې او لارښوونې پرته هلته داخل او دا ډول اهداف په نښه کړي بیا دې هغه له منځه یوسي؟
 
د څلورو الوتکو اختطاف— بیا د هرې الوتکې له خوا په مستقیم ډول د هدف په نښه کول او هغه له منځه وړل — یاده ودانۍ تخریبول او په زرګونو امریکایان په هغې کې له منځه وړل دا هېڅ امکان نه لري چې د امریکا له پلان پرته دې عملي شي.
 
بلکې دا برید په خپله د امریکا د دفاع وزارت څخه په منظم او قوي پلان سره ترتیب او بیا ترسره شو، او د برید څخه څو ساعته مخکې مهمو لوړ پوړو چارواکو ته ایمیلونو شوي و چې تاسو نن رخصت یاست او کاري ورځ نه لرئ.
 
خو ولې امریکا د دې برید ټول مسؤلیت او پړه د وخت د القاعده مشر اسامه بن لادن په غاړه کړ.
چې په دې وخت کې اسامه په افغانستان کې اوسیده، او تالبانو ته سردرد جوړ شو.
د دې له پاره چې امریکا خپلو شومو اهدافو ته په څه ډول ځان و رسوي او خپل سیاسي رقیبان له منځه یوسي؛ نو دوی لومړی د دې له پاره یوه لومه جوړوي او په هغې کې یې په اسانۍ سره ښکار کوي.

چې ښه مثال یې د منځني ختیځ د بې امنه کولو له پاره د اسرایلو غاصب رژیم حمایه کول دي، ترڅو د اسرایلو په وجه یاد هېوادونه مصروف بیا د دې بې امنۍ په وجه خپلې ګټې ترلاسه او خپل استعماري سیاستونه پرې عملي کړي.

دوی نړیوالو ته داسې شعار وړاندې کړ چې موږ د نړیوال تروریرزم پر وړاندې مبارزه کؤ او امریکا ته پېښیدونکي احتمالي خطرات له منځه وړو، چې لومړنۍ موخه یې افغانستان و ګرځيد، لۀ افغانستان وروسته په عراق او نورو هېوادونو یې حملې ترسره کړې، چې په افغانستان او عراق یې د اوږدمهاله بې ثباتۍ او جګړې بنسټ کېښود. چې په دې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش و.
 
په افغانستان د حملې اهداف:
افغانستان چې په اسیا کې ترټولو ښه ستراتیژک موقف درلوده چې د سیمې هېوادونه په اسانۍ سره د افغانستان له لارې تر خپل کنټرول لاندې راوستلی شي. 
 
◀ په افغانستان باندې چې امریکا حمله و کړه او افغانستان یې د اشغال په لمن کې ونغاړه په دې موخه ترڅو په افغانستان کې داسې حکومت واک ته و رسوي چې د امریکا لاسپوڅی وي، او څه چې امریکا غواړي د دوی پر مټ یې په اسانۍ سره ترلاسه کړي.
 
◀ مهم لامل یې د مرکزي اسیا زېرمو ته لاسرسی او همدارنګ د منځنۍ اسیا د هېوادونو مخه ډبه کول. باید یاده شي چې د دې برید اصلي لامل خپل امپریالیستي افکار عملي کول، د نړیوال استعمار پراختیا او د هیجمونیک قدرت د بقاء او قوي کولو له پاره هڅې ګړندۍ کول. 
 
◀ مختلفې اډیالوژۍ او سیاسي ګوندونه رامنځ ته کول او د حکومتي چارواکو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کول، ترڅو په هېواد کې خپلمنځي اختلافات راپورته شي، ترڅو د امریکا سره د اختلاف په صورت کې سره متحد نه شي چې په دې هدف کې هم تر ډېره بریالي شول، چې د دې شه مثال د ولسمشر محمد اشرف غني په مقابل کې د عبدالله عبدالله حمایه کول و.
 
◀ په نړۍ کې د وېرې او وحشت خپرول ترڅو په نږدې او لري راتلونکې کې د امریکا پر وړاندې مخالفت تر سره نه شي، که رامنځ ته کېږي نو له دا ډول برخلیک سره به مخامخ کېږي لکه څنګه چې افغانستان ورسره مخ شو.
 
◀ د تالبانو د رژیم له منځه وړل پرځای خپل د امریکا پلوی حکومت واک ته رسول.
 
◀ د روسیې، چین اونورو ابرقدرتونو د نفوذ د مخنیونې له پاره د اسیا په لویه وچه کې د نظامي هډو جوړول او راتلونکې کې د امریکا پر وړاندې د ایتلافونو له منځه وړل.