د نړیوال نظام له پاره کوم قطبي نظام ګټور دی

نړۍ اوس مهال په یو څوقطبي نظام کې شتون لري، چې په سرکې یې امریکا ده او په ټوله نړۍ په مستقیم یا غیر مستقیم ډول خپل تاثیرات لري، همدارنګه په نړیواله کچه د ځواکمن سیاسي اغېزمنتیا څخه برخمنه ده.

راځو دې ته چې اوس وخت کې کوم نظام د نړیوال ثبات له پاره ګتور دی یو قطبي نظام، دوه قطبي نظام او که څو قطبي نظام؟ 
په لاندې ډول ورڅخه یادونه کو.

څو قطبي نظام:
حالاتو ته په کتو نږدې یا لرې راتلونکي کې نړۍ د څو قطبي کېدو په لور روانه ده، چې مهم قطبونه به یې امریکا، روسیه، چین، جاپان، هند، اروپایي ټولنه، ترکیه او داسې نور د څو قطبي نظام مهمه او اغېزمنه برخه وال وي.

په دې سره به نوي هېوادونه او زبرځواکونه ظهور وکړي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو سره به هر وخت په خپل منځي ټکر کې ښکېل او د سیاسي ناندریو لامل کېږي، چې پر اساس به یې هروخت جګړې رامنځ ته کېږي او داسې یو قدرت به بیا شتون ونه لري چې د دې انارشۍ (ګډوډیو) مخنیوی وکړي، په څو قطبي نظام کې د ټولې نړۍ امنیت له جدي ګواښ او خطر سره مخ کېږي، ځکه د دې قطبونو د کش ماکش ترمنځ به کمزوري هېوادونه د جګړې میدان ګرځي؛ هغه هېوادونه چې جیوستراتیژک او جیو اکانومیک ارزښت څخه برخمن دي، هر قطب به د دې هڅه او کوشش کوي چې په هغه هېواد باندې خپل حاکمیت ولري او هغه تر ولکې لاندې راولي.

که د افغانستان جیوستراتیژیک موقیعت ته فکر وکړو افغانستان د اسیا په لویه وچه کې تر ټولو ښه جیوستراتیژیک موقیعت لري، کوم چې نور هېوادونه یې نه لري؛ ځکه خو شوروي اتحاد او امریکا د سوړ جنګ پرمهال هر یو له دوی څخه کوشش کولو ترڅو په افغانستان کې خپل نظامي حضور ولري او برحاله په افغانستان کې شتون ته ادامه ورکړي، چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۴۵ او ۱۹۹۲م کلونو ترمنځ د امریکا او شوروي جماهیر اتحاد ۴۵ کلن سوړ جنګ په وخت کې افغانستان د دې ځبرځواکونو د جګړې ګرم میدان ګرځیدلی و، چې له مخې یې افغانستان د څلورو لسیزو راهیسي د دې نړیوالو او سیمه ایزو زبرځواکونو د نیابتي او مستقیمو جګړو ډګر و، چې په دې وختونو کې د شوروي اتحاد او امریکا له خوا څو ځلې په افغانستان مستقیم یرغلونه ترسره شول او افغانستان د دې سیاسي لوبغاړو د شطرنج میدان باندې بدل شوی و، د خپلو ګټو ترلاسه کولو په خاطر یې افغانستان په یو لوی سیاسي بحران کې ښکېل کړ چې تراوسه پورې افغانستان خپل سیاسي ثبات ترلاسه نه کړ او نه هم بېرته خپل عادي حالت ته راو ګرځید بلکې نور هم مخ پر ځوړ شو، مهم لامل یې دا و چې افغانستان په سیمه ایزه کچه د ښه موقیعت څخه برخمن دی او د افغانستان له لارې نور ګاونډي هېوادونه په اسانۍ سره کنټرول او مهار کېدای شي.

د افغانستان د معاصر تاریخ په پیل کې د وخت حاکم لوی احمد شاه بابا چې یو با تدبیره او پوه شخصیت و په هغه وخت کې سمرقند، بحارا او د نوی ډهلي په شمول یې ډیری سیمې په خپله کنټرولولې لامل یې څه و؟
علت یې د افغانستان جیو پولیټیکي او ستراتیژیک موقیعت و.

یو قطبي نظام:
یو قطبي نظام د ټولې نړۍ له پاره ګټور دی ځکه چې د نورو هېوادونو د خپل سریو مخنیوی په کې لیدل کېږي او نسبي امنیت حاکم وي، خو ولې هغه هېوادونه چې په اقتصادي، سیاسي او نظامي لحاظ پیاوړي وي، تل د دې هڅه کوي چې هیجمونیک قدرت ته ځان ورسوي چې همدا غوښتنه او ارمان یې دې لامل کېږي، چې د دې زبرځواکونو ترمنځ رقابت رامنځ ته شي او د یو بل د کمزوري کولو له پاره په مختلفو برخو کې کوشش کوي چې هغه له پښو و غورځوي ممکن دا سیاسي کشاله نورو هېوادونو ته هم سرایت وکړي او هغوی هم په مستقیم یا غیر مسقیم ډول د دې کړکېچونو برخه وګرځوي، که فکر وکړو په نړیواله سطحه سیاسي رقابت د درویو لویو قدرتونو (چین، روسیه او امریکا) ترمنځ شتون لري روسیه او چین بیا سره ترډېره نږدې اړیکې لري او په غیر مستقیم ډول چین او روسیه یو بل څخه ملاتړ کوي که نوموړي هېوادونه په نظامي برخه کې په مستیقمه توګه یوبل څخه ملاتړ څرګند کړي امریکا او ملاتړې به یې هم غلي پاتې نه شي او پر وړاندې به یې سخت عکس العمل ښکاره کړي، چې دا رقابتونه هم د د نړیوال نظام ثبات او ټیکاو له منځه وړي.

دوه قطبي نظام:
دوه قطبي نظام نسبت څو قطبي نظام ته بیا یو څه ګټور دی، هم ښیګڼې لري او هم بدګڼي چې په لاندې ډول به ورڅخه یادونه وشي.

د نړۍ د سیاسي او اقتصادي ثبات له پاره همدارنګه د وروسته پاتې هېوادونو د وضیعت ښه والي له پاره دوه قطبي نظام ډېر مهم دی، علت یې په دې کې دی چې په دې نظام کې د قطبونو ترمنځ سالم سیاسي رقابت رامنځ ته کېږي هر قطب د دې هڅه کوي ترڅو هغه کړنې او عملیات ترسره کړي چې د هېوادونو له پاره تر ډېره ګټور او اغېزمن وي، چې په دې سره ټولو هېوادونو ته د پرمختګ غوره چانس او زمینه برابره شي. 

په ټوله کې که و وایم په دوه قطبي نظام کې یو پر بل څار او د قواوو توازن رامنځته کیږي او تر ډېره د حملو احتمال هم کم وي، یعنې دوه قطبي نظام ترډېره ګټور دی. 

په هغه وخت کې چې نړۍ دوه قطبي وه، مهم قطبونه یې غربي بلاک (امریکا) او شرقي بلاک (شوروي اتحاد) و شوروي له سخت شکست سره مخ شو او امریکا د سوړ جنګ ګټونکي.
په دې موده کې د افغانستان سربېره نور هېوادونه هم د دې زبرځواکونو د سیاسي لوبو قرباني شول.

د دوه قطبي نظام د بدګڼې څخه باید داسې یادونه وکړو چې دوه قطبي نظام ته که فکر وشی احتمالً چې یوځل بیا ایتلافونه رامنځ ته شي ممکن د دې لویو قدرتونو ترمنځ ستره جګړه رامنځ ته شي چې همدا د نړیوال نظام د ګډوډیو او لوی بحران لامل کیدای شي.

هغه هېوادونه چې د هیجمونیک قدرت خوب ویني او نړۍ باندې خپل راج چلول غواړي باید د لاندې قوت څخه برخمن شي.
 
هغه هېوادونه چې د هیجمونیک قدرت خوب ویني او نړۍ باندې خپل راج چلول غواړي باید د لاندې قوت څخه برخمن شي.
قوي اقتصاد
قوي ډیپلوماسي
ځواکمن نظامي قدرت
نړیوال نفوذ
طبیعي منابع
ښه جغرافیوي موقیعت
هر هېواد چې د دې عمده قوتونو څخه برخمن شي په نورو هېوادونو باندې خپل راج چلوي، چې ښه مثال یې امریکا او داسې نور دي. برعکس هغه هېوادونه چې د دې قوت څخه بې برخي دي هغوی ډېر ضعیف او تل د نورو هېوادونو د سیاسي لوبو په خاطر قربانۍ ورکوي