د هوا د ککړتيا د مخنېوي په پار؛ د کان کیندنې لارۍ چې ۷ کيلو متره په بېټرۍ تګ کوي 

نړۍ کې د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره د سون توکو کارونه هم  زياته شوې ده، چې په پايله کې له يوې خوا طبيعي زيرمې کموي او لوی ضرر يې د هوا او اقليم ککړتيا ده چې انساني ژوند ګواښ سره مخوي. 

اوس وخت کې د واړو ګاډو او ماشيونونو د برېښنايي او  لمريز کېدو هڅې ډېرې کېږي، خو  د ستر صنعت په برخه کې ډېره تکيه د سون  پر توکو - ګاز، پېټرول او  ډيزلو  ده، چې هوا ککړه  وي. 

د Caterpillar  په نوم د سترو ګاډو او ټرانسپورټي وسايلو کمپنۍ د Tucson په نوم  لارۍ يا ټرک جوړ کړی دی، چې بشپړ  برېښنايي دی  او د بېټريو په وسيله کار کوي. 

دغه لارۍ يو ځل چارجېدو  سره اووه کيلو متره لار وهلی شي  او کار يې د کانونو يا معدن کېندنې برخه  کې دی. Tucson نومي لارۍ هېڅ ډول دود نه توليدوي او همدا ډول شور او غږ يې ډېر ټيټ دی.