د پلاسټيک کوچنۍ ذرې (Microplastics) د انسان حجرې وژني، خو څنګه؟ 

د پلاسټيک کوچنۍ ذرې يا Microplastics چې هره ورځ د خواړو او اوبو لارې او يا هم د هوا د تنفس په وسيله وجود ته دننه کېږي، د انسانانو لپاره مضرې  او روغتيا زيانمنوي. 

د پلاستيک دغه کوچنۍ ذرې (Microplastics) په نااختياري ډول سره د خواړو د پلاستيک لوښو، د اوبو پلاستيکۍ ګيلاسونو او يا هم د هوا د تنفس له لارې معدې او سږو ته دننه کېږي، چې بيا د وينې جريان ته لار پيدا کوي. 

روغتياپالان وايي، چې دغه پلاستيکي ذرې د انسان د وجود دننه حجرې وژنې، حساسيت يا الرجي رامنځ ته کوي او همدا ډول Microplastics ذرې په معده کې نه هضميږي او ترې هغې چې له وجود بهر شوې نه وي، روغتيا بده اغېزمنوي.