د زلزلې له لاملونو يو هم د اوبو په دوران (water cycle) کې بدلون دی 

زلزلې ممکن د اوبو په دوران کې د موسمي بدلونونو سره تړاو ولري. جيولوجي پوهانو دا موندلې ده، چې د زلزلې او د اوبو په دوران کې د بدلونونو ترمنځ اړیکه شتون لري. 

څیړونکو وموندله چې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت په پایله کې د ځمکې د کرسټ برخه کې تغير راځي او ورسره زلزلې کېږي. دوی زياتوي، "په وچ موسم کې، موږ ډیرې زلزلې ګورو ځکه چې د اوبو بار لیرې کېږي."  

د هسو په نوم  يوې ځمکې پېژندونکې په خپل څېړنيز او تحقيقي راپور کې ويلي دي، چې، په وچ موسم کې د زلزلې د فعالیت لوړه اندازه کیدای شي د ځمکې د قشر د ماتیدو امکانات زیات کړي، چې په پایله کې د لویو زلزلو لوی شمیر رامنځته کیږي.