په ژوند کې د بریا لپاره انګېزه

آیا تاسو د هغو افرادو له ډلې څخه یاست، چې غواړئ په خپل کاري او مسلکي ژوند کې بریالي شئ؟ ډېر کسان دي، چې په ژوند کې د بریا لپاره د انګېزې په لټه کې دي، د خپلو کړنو د ښه والي او بریاوو لپاره په هڅه کې، که تاسو هم د هغو افرادو له ډلې څخه یاست، چې غواړئ بریا ته ورسېږئ، خو هغو ته د رسېدو لپاره په لارو چارو باندې نه پوهېږئ، اندېښنه مه کوئ، موږ یې درته وایو.
 
په ژوند کې بریالیتوب
هغه حل لارې، چې لاندې پرې رڼا اچوو، کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، چې په خپل ژوند کې د بریا لپاره انګېزه پیدا کړئ.
 
۱ ـــ یوه موخه وڅارئ
موږ ټول په ژوند کې یوې واحدې موخې ته اړتیا لرو، حتا د یوې موخې له لرلو پرته، ژوند مو بې مانا او بې ارزښته کېږي، په دې مفهوم باندې ډېر کم کسان پوهېږي، چې ژوند تر هغه وخته، چې هغه ته مانا او موخه ورنه کړئ، بېځایه تېرېږي.
 
ستر الله (ج)، موږ ته دا ستره او ارزښتمنه ډالۍ را کړې ده، چې له ژوند څخه خپل تعریف بیان کړو او له موږ څخه هر یو ووایو، چې ژوند څه مانا لري. له دې امله تاسو دمګړۍ کولای شئ، له خپل ځان سره فکر وکړئ، چې ستاسو لپاره ژوند په څه مانا دی؟ آیا په خپل ژوند کې کومه موخه څارئ؟ له ژوند او راتلونکې څخه مو موخه څه ده؟
 
دا پوښتنې په ژوند کې ستاسو د موخې او مانا موندلو بېلګې دي. که تر اوسه پورې د خپل ژوند لپاره کومه موخه نه لرئ، کولای شئ په لږ فکر کولو، خپل ژوند ته مانا او لوری ور وبښئ.
 
۲ ـــ پوه شئ، چې له ژونده څه غواړئ  
له دې وروسته، چې د خپل ژوند لپاره مو موخه وټاکله، باید په پام کې ولرئ، چې له هغې وروسته څه څیز غواړئ؟ ښایي ځینې کسان له خپل ځان سره ووایي، د دې پوښتنې ځواب په ژوند کې د خپلې موخې درلودل او موندل دي، خو داسې نه ده.
 
د موخې لرل، ستاسو له ژوند او راتلونکې څخه یو ټولیز انځور ګڼل کېږي، خو دا چې تاسو وپوهېږئ، چې له ژوند څخه څه غواړئ، ډېر کوچنی او دقیق ټکی بیانوي، پرېږدئ، چې د دې مطلب د لا روښانتیا لپاره یو مثال بیان کړو. د بېلګې په توګه: ستاسو موخه کولای شي دا وي چې: «زه غواړم، چې په نړۍ کې یوه مثبت بدلون رامنځته کړم». د موخې له موندلو وروسته، بل تر ټولو مهم لامل دا دی، چې وپوهېږئ څه غواړئ او څنګه غواړئ چې دا کار ترسره کړئ.
 
۳ ـــ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هره ورځ اقدام وکړئ
د دې لیکنې په دوام  یوه ساده او آسانه لاره وړاندې کوو، چې کولای شئ هره ورځ یې ترسره کړئ.
ـــ د خپلې دې میاشتې موخې یاددښت کړئ.
ـــ د خپل فعالیت په لومړیو اونیو کې خپلې موخې وویشئ او ولیکئ.
ـــ خپلې ورځنۍ وېشل شوې موخې په جزئیاتو سره یاددښت کړئ.
 
۴ ـــ که مرستې ته مو اړتیا لرله، له نورو څخه مرسته وغواړئ
تاسو مخکې د هغې موخې په تګلوري کې نه وئ، کومه چې د خپل ځان لپاره مو ټاکلې ده، ستاسو په اند آیا منطقي نه ده، چې له نورو څخه مرسته وغواړئ، چې تاسو ته په تګلوري کې لارښوونه وکړي؟ د بېلګې په توګه که جنوبي قطب ته د سفر کولو هوډ لرئ، غوره نه ده، چې له سفره مخکې، له هغه چا څخه، چې هغه ځای ته تللی دی او تجربه یې ترلاسه کړې ده، د سفر د پیل د څرنګوالي یا د جنوبي قطب د سیمو په اړه پوښتنې وکړئ؟
 
په دې لاره کې زده کړئ، چې یو ساده او مغرور فرد ونه اوسئ او هڅه وکړئ،، چې له نورو څخه مرسته وغواړئ.
 
۵ ـــ ترڅو چې کولای شئ، د خپل ځان لپاره ښه عادتونه رامنځته کړئ
دا زموږ ورځني عادتونه دي، چې زموږ ژوند ته لوری ورکوي. هېڅوک د دوو یا څو سترو کارونو په نه ترسره کولو سره د غره څوکې ته نه رسېږي، دا ستاسو کوچني ورځني اقدامات او فعالیتونه دي، چې ستاسو د پرمختګ او بریا سبب ګرځي.
 
۶ ـــ متمرکز او منظم واوسئ
کولای شو ووایو، چې دا مورد یو له ښو او مثبتو عادتونو څخه ګڼل کېږي، چې تاسو کولای شئ په ژوند کې ترې کار واخلئ او هغه مورد دا دی چې: "له خپل ژونده خوند واخلئ". ستاسو په ژوند کې د بریا تر ټولو مهم لامل، د ترسره کولو هنر او د تجربې د ترلاسه کولو لپاره یې، پیل کول دي.
 
د دې لپاره، چې په خپلو موخو باندې متمرکز شئ، خپل موبایل، کمپیوټر او ټلویزیون ګُل کړئ او د خپلو کارونو په لېست باندې تمرکز وکړئ او ترسره یې کړئ، له دې پرته به د کار په پای کې د رټلو لپاره له خپل ځان پرته بل څوک ونه لرئ او یوازې د خپلې ناکامۍ مسؤول به خپل ځان ګڼئ.
 
۷ ـــ تېروتنه مو کړې ده؟ ستونزه نه شته یوځل بیا را پورته شئ
موږ ټول په خپل ژوند کې تېروتنه کوو، تر ټولو مهم کار، چې هر فرد کولای شي، د خپل ځان لپاره یې ترسره کړي دا دی، د هرې تېروتنې له کولو وروسته هڅه وکړي یو ځل بیا پورته شي او له خپلې تېروتنې څخه درس واخلي. که پوه شئ، چې د ژوند په تګلوري کې هېڅ ماتې شتون نه لري او هر څه  تجربه دي، ژوند په ډېرې هوساینې سره تېروئ.
 
که له دې تګلارې څخه ګټه واخلئ، نو ټولې تګلارې به درته آسانه شي. ژوند یوه آزموینه ده او تاسو هغه څوک دی، چې په دې لاره کې ازمویل کېږئ، له دې لارې څخه درس واخلئ او دوام ورکړئ.
 
په کار کې بریا
هغه مطالب چې پورته ترې یادونه وشوه، د کار رامنځته کوونکو لپاره هم صدق کوي او کولای شي ترې ګټه واخلي، خو لاندې په ځانګړې توګه د دندو لپاره په څو ټکو باندې رڼا اچول کېږي:
 
۱ ـــ د ستونزې حل کول
کله چې تاسو یوه دنده لرئ، چې د هغې له لارې له نورو سره مرسته کوئ او ستونزه حل کوئ، کله چې شرایط سخت او کړکېچن کېږي، تاسو کولای شئ له خلکو سره د مرستې لپاره یو کار ترسره کړئ.
 
۲ ـــ د یوه سالم او بوختونکي چاپېریال رامنځته کول
د یوه کار رامنځته کوونکي په توګه تاسو مسؤول یاست، چې یو کاري چاپېریال رامنځته کړئ، چې افراد غوره فعالیتونه وړاندې کړي. که غواړئ ټیم مو د کارونو د ترسره کولو انګېزه ولري، د هغوی لپاره داسې یو چاپېریال رامنځته کړئ، ترڅو هره ورځ کار ته له راتګ او د کارونو له ترسره کولو څخه خوند واخلي.
 
۳ ـــ مناسب افراد وټاکئ
په هغو کسانو پسې وګرځئ، چې ستاسو له لید سره همغږي او ستاسو د کار لپاره مناسب وي، چې اړ ونه اوسئ، په هغوی کې د انګېزې د رامنځته کولو لپاره، خپل ساعتونه وخت مصرف کړئ.
 
۴ ـــ په خپل ځان باندې پام کوئ
ښایي دا متل مو ډېر اورېدلی وي، چې وایي: ته که ډاکټر یې، نو خپل ځان روغ کړه. کله چې یو شخص یوې موضوع ته له بریده زیات اهمیت ورکوي او ارزښت یې لوړوي، له توازن او کنټرول څخه بهر کېږي او دا هېروي، چې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
 
د یوه کار رامنځته کوونکي په توګه، تاسو دنده لرئ، چې کارمند، شرکت، اجرایه مدیرانو او نورو کارکوونکو ته ارزښت ورکړئ، خو باید دې ټکي ته پام وکړئ، چې په دې لاره کې خپل ځان هېر نه کړئ، چې آرامتیا مو له منځه وړي او ډېر زیات مو غوسه کوي.
 
وروستۍ خبره
په ژوند کې د بریا لپاره د انګېزې لرل، هغه لامل دی، چې هر فرد په خپل ژوند کې د موخو په لرلو سره کولای شي، ورته لاسرسی پیدا کړي. د بېلګې په توګه: یو فرد د خپل ژوند لپاره د موخو په لرلو سره هڅه کوي او په دې لاره کې له بریاوو او ماتو سره مخامخ کېږي، هغه کولای شي هم له خپلو بریاوو او دغه راز هم له خپلو ماتو څخه درس واخلي او له هغو څخه په خپل ژوند کې د یوې تجربې په توګه یادونه وکړي. هغو ټکو ته په پام سره، چې پورته ستاسو لپاره پرې رڼا واچول شوه، کولای شئ په خپل ژوند کې بریا څرګنده کړئ.
 
هغه مورد، چې کولای شئ، ورته ځانګړی پام ولرئ، دا دی چې: "بریا یا ماتې هېڅ یوه یې د لارې پای نه دی! هغه څه چې مهم دي، لارې ته د دوام ورکولو لپاره ستاسو ځیرکتیا او خپلو موخو ته رسېدل دي."