اروپا کې وچکالي چې له تصور لوړه ده 

اروپا وچه کې د اقتصادي وضعيت، سون توکو او نورو کړکېچونو ترڅنګ، وچکالي او د څښاک اوبو کمښت هغه کړکېچونه دي، چې په اړه يې دومره فکر هم نه وو شوی. 

د اروپا ګڼو هېوادونو کې د اوبو سترې ذخيرې او ډنډونه په وچېدو دي او ساينس  پوهان دا وېره لري، چې  وچکالۍ به دومره شديده  شي، چې د څښاک اوبو پيدا کول به ستونزمن وي. 

اروپا کې د وچکالۍ او اوبو کمښت يو ستر لامل د اقليم بدلون او هوا ګرمېدل ښوودل شوي دي، چې ښايي راتلونکو لسيزو  کې ستر انساني بحرانونه رامنځ ته کړي.