د ۱۵ کاله کار او څېړنو وروسته د مغزو وژونکي سرطان واکسين جوړ شو 

هغه سرطان چې مغزو کې رامنځته کېږي، د Glioblastoma  په نوم ياديږي. دغه سرطان وژونکی  دی او څوګ چې پرې اخته شي، نو د څو مياشتو او تر ډېره د يو کال دننه ژوند له لاسه ورکوي. 

ډاکټرانو او روغتياپالانو په ۲۰۰۷ کال کې دا هڅې او څېړنې پيل کړې وې، چې Glioblastoma سرطان لپاره واکسين جوړ کړي. دغه واکسين نېږدې ۱۵ کاله وروسته، يانې په ۲۰۲۲ کې جوړ شو. 

ډاکټرانو ويلي دي، چې دغه واکسين  د مغزو سرطان ناروغانو لپاره ازمويل شوی او مثبته پايله يې ورکړې ده. جوړ واکسين دا وړتيا لري، چې په لومړيو پړاونو کې د مغزو سرطان له منځه يوسي او په وروستي پړاو کې  ناروغ ته تر اوو کالونو ښه روغتيايي وضعيت ورکړي.