لمريز موټر؛ هېڅ ډول تيل او پټرولو ته اړتيا نه لري او د لمر په وړانګو زره کيلو متره مزل کوي 

د اسټراليا هېواد New South Wales نومي پوهنتون محصلينو داسې  لمريز موټر جوړ کړی دی، چې د تيلو او برېښنا پر ځای له لمر انرژي اخلي او کولی شي، چې پر اخېستل شوې انرژي ۹۹۷ کيلو متره مزل وکړي. 

د لمريزو موټرو له منځه په يو ځل چارج کېدو سره نېږدې زر کيلو متره تلونکی موټر لومړنی دی او پر همدې بنسټ يې نړيوال رېکارډ خپل کړ. دغه لمريز موټر Sunswift 7 نوميږي. 

د Sunswift 7 لمريزو موټرونو لړ کې دغه محصلينو جوړ کړی موټر، د اووم نسل يا seventh generation موټر دی چې هېڅ ډول تيل، پټرول، ډيزل او برېښنا ته اړتيا نه لري او يوازې له لمريزو دړو انرژي اخلي.