
مريخ کې د پلټنو او اوسېدو لپاره د نړۍ ساينس پوهانو د MOXIE په نوم ماشين لېږلی دی، چې کولی شي، هلته اکسېجن توليد کړي. مريخ سياره کې د اکسېجن نشتون د اوسېدو پر وړاندې يو ستر خنډ دی.
د غه ماشين (MOXIE) کولی شي چې په يوه ګړۍ کې له ۵ تر ۶ کيلو ګرامه اکسېجن توليد کړي. MOXIE ډېرې برېښنا ته اړتيا لري او مريخ کې ورته د لوړ ولټاژ برېښنا چمتو کول يوه ستره ستونزه ده.
مريخ کې د اکسېجن د توليد لپاره ډېر تودخي ته اړتيا ته او کله چې MOXIE باندې اکسېجن توليديږي، نو ۸۰۰ سانټي ګرېد تودخي ته اړتيا ده او دومره تودخي لوړې برېښنا ته اړتيا لري.