يوه تحقيقي څېړنه: نړۍ کې د نارينه د (سپرم) کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده 

د meta-analysis په نوم يوې طبي او روغتيايي ټولنې په يوې نوې او تحقيقاتي څېړنه کې موندلې ده، چې د نړۍ په سطحه د نارينو د سپرم کچه تر پنځوس سلنه را کمه شوې ده. 

دغه څېړنه د نړۍ په ۵۳ هېوادونو  کې په سلګونه زره کسانو تر سره شوې ده  او  په ګوته شوې ده، چې د تېرو ۴۳  کالونو په پرتله په مختلفو هېوادونو او سيمو  کې د سپرم کچه د پام وړ ټيټه شوې ده. 

د سپرم د کچې د ټيټوالي او کمېدو لاملونه ځانګړي شوي نه دي خو د چاپيريال ککړتيا، د کيمياوي درملو کارونه، د ژوند طرز، د زېږون د کنټرول درمل او ځيني نور هغه لاملونه دي، چې په نړيواله کچه يې د سپرم شمېر په سړيو  کې کم کړی دی.