د Ottobot په نوم يو نوي جوړ شوي روبوټ کې داسې ټېکنالوژي او سېسټم ځای پر ځای شوی دی، چې په اتومتيک يا خپلسري ډول سره کولی شي هوايي ډګرونو کې پر خلکو خواړه ووېشي.
دغه روبوټ د هوايي ډګرونو له رسټورانتونو خواړه اخلي او بيا يې په ترمېنلونو کې پر ناستو مسافرينو خرڅوي. دغه روبوټ کولی شي چې کم عمره ماشومانو، سپين ږېرو او معيوبو کسان لپاره ځان برابر کړي ترڅو په اسانۍ سره خواړه تر لاسه کړی شي.
Ottobot روبوټ تر هغې پر چا شيان نه خرڅوي، ترڅو يې پيسې نه وي ورکړې. دغه روبوت د پيسو دقيق حساب کوي او هر کله چې خوراکي شيان ور سره کم شي، نو حسوي يې او د شيانو د رااخېستلو لپاره اړوند رسټورانت ته ځي.
وروستي