له غږ چټک (هایپرسونیک) توغنديو وروسته اوس مهال له غږ چټک (هایپرسونیک) جېټ الوتکه 

له غږ چټک يا هایپرسونیک توغندي هغه توغندي دي چې سرعت يا تګ يې د انسان له غږ تېز وي. د نړۍ  ډېری هېوادونه اوس مهال دغه توغنديو ته لاس رسی لري او ځينو هېوادونو په خپله جوړ کړي دي. 

د غږ چټک يا هایپرسونیک توغنديو وراېخوا، اوس مهال د نړۍ يو شمېر سترو او ځواک لرونکو هېوادونو داسې جنګي جېټ الوتکې جوړې کړې دي چې سرعت او چټکتيا يې له غږ تېزه ده. 

د  scramjet په نوم جنګي جېټ الوتکه د هایپرسونیک الوتکو يوه بېلګه ده، چې نرۍ څوګه او لنډ وزرونه لري. د دغه الوتکې بيه ۳۳۰ مېليونه امريکايي ډالر ټاکل شوې ده  او د نړۍ د ګوتو په شمېر هېوادونه ورته لاس رسی لري.