اغېز ښندونکي رهبران کومې ځانګړتیاوې لري؟

هر ډول رهبران او مدیران شتون لري، ځینې یې ډېر زیات مینه ناک دي او ځینې یې په دې کچه بد دي، چې تر لاس لاندې کسان یې نه شي کولای، چې له هغوی سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو ښه او اغېز ښندونکي افراد په دې باندې پوهېږي، چې څنګه یو موقعیت ومني او پرته له دې، چې د خپل ټیم له غړو سره دښمني رامنځته کړي، کارونه ترسره کړي. له دې امله که غواړئ د اغېز ښندونکو رهبرانو په ځانګړتیاوو باندې پوه شئ، نو د دې لیکنې لوستلو ته دوام ورکړئ.
 
۱ ـــ د خپل ځان د مدیریت وړتیا د اغېز ښندونکو رهبرانو یوه له ځانګړتیاوو څخه ده
د نورو مدیریت کول ډېر سخت او ستونزمن کار دی، په ځانګړې توګه که چېرې ونه شئ کولای خپل ځان مدیریت کړئ. بریالي رهبران کولای شي، چې خپل وخت او احساسات کنټرول کړي، خپل پیاوړي او کمزوري ټکي وپېژني او پوه شي، چې څنګه له خپل ځان سره چلند وکړي. هغوی خپل کنټرول ساتي او خپلو کړنو ته له بریده زیاته توجه لري.
 
۲ ـــ د اړیکو په ټینګښت کې لوړ مهارتونه لري
ځواکمن او بریالي رهبران په دې باندې پوهېږي، چې څه وخت باید غوږ ونیسي، څه وخت چوپ پاتې شي یا څه وخت باید خبرې وکړي. هغوی د اغېزناکې اړیکې په واقعي مانا باندې پوهېږي او کولای شي له ځانګړو دندو څخه نیولې تر سازماني موخو پورې د خپلو کارکوونکو لپاره په ښه توګه توضیح کړي. تاسو باید وکولای شئ په ټولو برخو کې، د ټیلیفون، برېښنالیک او ټولنیزو رسنیو له لارې خبرې وکړئ او له خپلو کارمندانو سره اړیکه ټینګه کړئ.
 
۳ ـــ د اغېز ښندونکي رهبر یوه له ځانګړتیاوو څخه مسؤولیت منل او ځواب ویینه ده
ښه مدیران پوهېږي، چې څنګه له خپلو واکونو او ځواک څخه په سمه توګه ګټه واخلي. هغوی دا کار په خپلو کارمندانو باندې له غلبه کولو پرته ترسره کوي، یو ښه مدیر خپل ځان مسؤول ګڼي او د هغو تېروتنو مسؤولیت په خپله غاړه اخلي، کومې چې ترسره کړې یې دي.
 
۴ ـــ د اغېز ښندونکو رهبرانو بله ځانګړتیا دا ده، چې لرلید لري
ښه رهبران کولای شي، د خپل شرکت راتلونکې ته وګوري او روښانه موخې وټاکي، چې د سازمان په ګټه وي. هغوی ډېر خوش بین او په نفس باندې اعتماد لري، خپله ټوله هڅه کوي، چې په خپله ټیمي فضا کې شور، هیجان او لېوالتیا وساتي. یو ښه رهبر په دې باندې پوهېږي، چې څنګه بدلون مدیریت کړي او کولای شي، چې د ودې او ثبات ترمنځ توازن رامنځته کړي.
 
۵ ـــ هغوی ستونزې په ښه توګه حل کولای شي
اغېز ښندونکي رهبران کولای شي د خپل کار ځای ستونزې او ننګونې مدیریت کړي، هغوی کولای شي، چې ننګونې وارزوي او د حل تر ټولو غوره لاره وټاکي.
 
که تاسو د اغېز ښندونکو رهبرانو د ځانګړتیاوو په لټه کې یاست، دا لیکنه کولای شي، له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي، هیله لرو، چې دې ټکو ته پام وکړئ او د هغو په پلي کولو سره د خوښې وړ په یوه رهبر باندې بدل شئ.