چين د سمندري نفتو او ګازو سپړنې لپاره بېړۍ جوړه کړه چې لس زره متره د اوبو لاندې مزل کوي 

د چين د طبيعي زيرمو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې داسې يوه  بېړۍ يې جوړه کړې ده، چې لس زره متره د اوبو لاندې فعاليت او مزل کولی شي، چې دنده يې د سمندري نفتو او ګازو سپړنه ده. 

دغه بېړۍ چې پرمختللې ټېکنالوژي په کې کارول شوې ده، نهه دانې لابراتوارونه په کې جوړ شوي دي او کولی شي چې د سمندر له تله کاز  او نفت استخراج او په  هم دې کښتۍ کې دننه تصفيه شي. 

د کښتۍ نورې ځانکړنې دا دي چې د بحيرو دننه د لوی او خطرناکو حيواناتو د مخېنوي ټېکنالوژي لري، ورځې - ورځې د اوبو لاندې کار کولی شي او بله دا چې د څارګرو الوتکو او نورو کښتيو څخه ځان پټولی شي.