
د ترکيې دفاعي چارواکو ويلي دي، چې د لومړي ځل لپاره يې د Kizilelma په نوم چې پښتو کې د سرې مڼې او انګلېسي کې د Red Apple په نوم جنګي جېټ الوتکه جوړې کړې ده، چې پېلوټ ته اړتيا نه لري.
دغه جنګي جېټ الوتکه د Baykar په نوم ترکۍ د وسلې جوړونې کمپنۍ کې جوړه شوې ده او د تېر اوونۍ څلور نۍ په ورځ يې بريالۍ الوتنه تر سره کړه.
دغه جنګي الوتکه د پنځم نسل جېټ الوتکو ته ورته ده؛ له هوا څخه هوا ته د توغنديو د وېشتلو او همدا ډول د عادي ډرون الوتکو په څېر عمليات تر سره کولی شي.