يو نيم ملي متر؛ نړۍ کې ترټولو کوچنۍ روبوټ

د روبوټ جوړونې صنعت او ټېکنالوژۍ کې په حجم کې د انسان له وجود غټ روبوټ جوړ شوي دي، چې درنې او سترې چارې تر سره کوي. د لويو روبوټ ترڅنګ کوچنيو روبوټ ته هم اړتيا  ده ترڅو پيچلې چارې تر سره کړې. 

د روبوټ جوړونې يوې کمپنۍ تازه داسې يو روبوټ جوړ کړی دی، چې اوږدوالی يې يو نيم ملي متر دی او د جراحۍ په پيچلي عملياتو کې ترې ګټه اخېستل کېږي. له دې مخکې ترټولو کوچنی روبوټ د يوې فلزي سکې په اندازه وو. 

دغه روبوټ له لېرې څخه د کنټرول وړتيا لري او د تګ چټکتيا يې يوه ثانيه کې د خپل اوږدالي نيمايي ته رسيږي. روبوټ جوړونې شرکتونو هيله ښوودلې ده، چې راتلونکې کې به له دې هم کوچني روبوټ جوړ کړي، چې د انسان وجود دننه به درمل رسوي.