مخکې له دې چې د کوچیانو چارو سمون ادارې په ارزښت او اړتیا خبرې وکړم، اړینه بولم چې لومړی کوچیان او بیا د کوچیانو چارو سمون ادارې لنډه پیژندنه هم درسره شریکه کړم.
کوچی ترکي کليمه ده، چې له يو ښار څخه بل ته کډه کولو ته وايي. یا کوچيان هغه خلک دي چې په ډله يیزه توګه د کال په ټاکلو موسمونو کې له خپلو مالونو سره په ځانکړو لارو، ټاکلو سيمو ته ځي. يا کوچيان هغه وګړي دي، چې د څارویو روزنه کوي او د موسم په بدلون خپلې کډې له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدوي. همدارنګه په وروستیو کې د کوچیانو چارو سمون ادارې له لوري د کوچي پیژندنې یو سیمینار کې چې د پوهنتون استادانو، د علومو اکاډمي غړو، کوچي مشرانو او د نظر خاوندانو برخه اخیستې وه کوچی داسې تعریف کړی: کوچی د افغانستان هغه تبعه ده، چې ابایي( پلرنی) کسب یې مالداري وي او موسمي مېنې ولري. د افغانستان کوچيان لومړي سر کې په دوه لویو برخو وېشل کيږي، چې اصلي او نیمه کوچیان دي چې دا هر یو یې نور ډولونه لري.
د کوچیانو اداره له ۱۳۴۲لمریز کال راهیسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په اډانه کې د کوچیانو مدیریت او بیا د امریت په بڼه موجوده وه، چې بلاخره په ۱۳۸۵ لمریز کال کې کوچیانو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د خپلواک ریاست په توګه رامنځته شوه.
دغې ادارې د یوې پاليسي جوړونکې او همغږي کوونکي ارګان په توګه د هېواد د کوچیانو د ټولنیز ژوند د سمون، معیشتي ژوند ښه والي، ښوونې او روزنې، روغتیا، مالداري نظام بیا رغونې، وترنري خدماتو وړاندې کولو، اسکانو، فرهنګي ودې، د جرګو نظام را ژوندي کولو، عامه پوهاوي او له غاصبـینو څخه د کوچیـــانو د ورشو او څړځایونو د خوندي کولو لپاره کار او فعالیت کاوه.
د کوچیانو ادارې د هېواد په پنځو لویو ولایتونو ( کندهار، ننګرهار، خوست، هرات او بلخ) کې د ریاستونو او نورو ولایتونو کې د آمریتونو په کچه سیمه ییز دفترونه لرل، چې په اړونده ولایتونو کې یې د کوچیانو د ستونزو د حل په موخه خپل فعالیتونه تر سره کول. دغې ادارې د هېواد په۳۱ ولایتونو کې ۳۸۰ تنه رسمي او خدماتي پرسونل درلود، چې ۱۴۱ تنه په مرکز او ۲۳۹ تنه یې په ولایتونو کې په دندو بوخت ول.
د کوچیانو چارو سمون ادرې د هېواد په کچه د کوچیانو لپاره دوه سوه یو دیرش ( ۲۳۱ ) ښوونځي درلودل، چې له دې جملې څخه یې:
- ۱۵۸ لومړني یا ابتدایه ښوونځي
- ۲۴ منځني
- ۱۲ لېسې
- ۱۵ دیني مدرسې
- ۲۲ ګرځنده ښوونځي ول، چې:
- په شپږو لېسو ( خوست، غزني، ننګرهار، کابل، لوګر، هرات ) کې د لیلیې امکانات هم ول. دغو لیسو کې درې ( د ننګرهار، غزني او هرات لیسې) د کوچیانو ادارې له لوري او نورې هغه د پوهنې وزارت له لوري مدیریت کیدلې. دغو ښوونځیو کې نهه شپیته زره شپږ شپیته( ۶۹۰۶۶) زده کوونکي په زده کړو بوخت ول، چې نهه څلویښت زره اته سوه یو اتیا ( ۴۹۸۸۱) ذکور ا و نولس زره یوسل پنځه اتیا ( ۱۹۱۸۵)یې نجونې وې.
همدارنګه په ټول هیواد کې کوچیانو ته شپږ ویشت( ۲۶) ګرځنده او لس(۱۰) ثابت روغتیايي مرکزونه فعال ول چې هره ورځ یې سلګونو کوچیانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول. د دې تر څنګ د شپیتو(۶۰) شاوخوا کې ګرځنده او ثابت حیواني روغتیايي مرکزونه او پنځلس فیډربانکونه( د حیواني خوړو زیرمه تونونه) هم موجود ول چې د اړتیا صورت کې یې دکوچیانو مالونو ته روغتیايي چوپړونه او خواړه برابرول.
د کوچیانو چارو سمون ادارې په خپل لنډ مزل کې د کوچیانو تاریخي او فرهنګي حیثیت وځلاوه او ټولو هېوادوالو ته یې هغه انګیرنه چې ګوندې کوچی د ټولنې د اوږو بار دی غلطه ثابته کړه. ادارې د غونډو، ناستو او خپرونو له لارې د کوچي واضح او جامع تعریف وړاندې کړ، چې له مخې یې کوچی د افغانستان بومي اوسیدونکی، د قومونو د وصل کړۍ، د تجارت او لېږد رالېږد بنسټ ایښودونکی، د هېواد د اقتصاد د ملا تیر، د چاپیریال ساتونکی، د هېواد بې معاشه عسکر او د اصیل افغاني فرهنګ باني وګڼل شو. ادارې د تحقیق او ظرفیت لوړونې پروژې پر مټ د کوچیانو نفوس، څړځایونه او د تګ راتګ تاریخي لارې تثبیت او کوچیانو ته یې په مختلفو برخو کې عامه پوهاوی ورکړ. سکتوري وزارتونو او نهادونو سره وخت په وخت د کوچیانو ستونزې شریکېدلې او د حل لارې ورته لټول کیدې. په ټوله کې به په لنډ ډول ووایم چې کوچیانو د خپلو ستونزو د حل ښکاره ادرس درلود چې تل یې ورته مراجعه کوله.
د ا.ا.ا له راتګ سره سم د کوچیانو چارو سمون اداره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کې مدغم شوه چې تشکیل یې د یوه کوچني ریاست په کچه د شل دوه ویشت کارمندانو په اندازه او مهمې څانګې یې له منځه لاړې. د کوچیانو له پاره د خدماتو وړاندې کول او د هېواد په کچه له کوچیانو څخه د لویو موخو ترلاسه کول د دغه کوچني ریاست له واکه وتلې خبره ده. د کوچیانو ادارې د شمیرنو له مخې د کوچیانو نفوس د پنځو میلیونو شاوخوا کې اټکل شوی او د احصایې ملي ادارې بیا دغه شمیر یونیم میلیون ښودلی. د دومره عظیم قشر له پاره چې د افغانستان په ټوله جغرافیه کې موسمي مېنې لري د یو جلا وزارت اړتیا وه، خو د کوچیانو له غوښتنې سره سره په تیر کې دغه اداره په وزارت بدله نه شوه.
زه د یوه کوچي پیژندونکي په حیث چې د کوچیانو اداره کې مې شپږ کاله کار کړی او په کوچیانو مې ګڼې مقالې او یو کتاب لیکلی د کوچیانو د یوې خپلواکې او واکدارې ادارې موجودیت د دغو لاندې اړتیاوو له مخې ضرور بولم:
۱- د اټکل له مخې کوچیانو کې د سواد کچه پنځه سلنه ده. د کوچیانو د سواد او زده کړو له پاره ځانګړو پروګرامونو( ګرځنده ښوونځيو او موسمي مېنو کې لنډمهالو ښوونځيو) ته اړتیا ده چې د دغو پروګرامونو پلي کولو او تعقیب ته باید یوه مستقله اداره وي.
۲- د هېواد په کچه اتیا سلنه وړه مالداري د کوچیانو ده. د دغې وړې مالدارۍ د پالنې، درملنې او مارکیټینګ له پاره د یوې ځانګړې ادارې شتون مهم دی؛ تر څو د هېواد ضعیفه اقتصاد سره پام وړ مرسته وشي.
۳- د کوچیانو لبنیات، غوښه، وړۍ او لاسي صنایع د کیفیت او کمیت له اړخه پام اړوونکي دي. د دې ټولو مدیریت او ورڅخه سمه ګټه اخیستنه د یوې خپلواکې ادارې په موجودیت کې شوني دي.
۴- ټولو ته جوته ده چې د کوچیانو مالداري او د رمو څرول چاپیریال ساتنه کې مهمه ونډه لري. دا چې د دښتو له طبیعي وښو او بوټو څخه سمه ګټه واخیستل شي او له یوې سیمې څخه بلې ته د تخمونو انتقال تر سره شي نو د کوچیانو مالونه باید د پخواني دود له مخې مختلفو سیمو ته لاړ شي. د کوچیانو له پاره د عنعنوي لیږد رالیږد او سهولتونو برابرول د یوې ځانګړې ادارې کار دی.
۵- د کوچیانو میلیوني نفوس او د دغو وګړو د مالدارۍ، تعلیم، روغتیا، میشت کولو او ژوند نورو اړخونو له پاره باید د یوې مستقلې ادارې په موجودیت کې هر اړخیز پلانونه، طرحې او ستراتیژیانې جوړې او د عملي کولو له پاره یې شپه او ورځ کار وشي.
۶- د کوچیانو د تذکرو، پاسپورت، مرستو ویش، همغږي کولو، شوراګانو جوړولو، ستونزو راټولولو او حلولو او د ځمکو او ورشوګانو په سر د لانجو له منځه وړل د یو ځانګړي ادرس له مخې باید وشي. هر وزارت او ادارې ته د کوچیانو لیږل د دوی د وخت ضایع کیدل، د دوی ځورول او ورسره ظلم دی.
۷- د کوچیانو چارو سمون ادارې په تیر کې له ځینو وزارتونو او ادارو سره د ګډ کار هوکړه لیکونه لاسلیک کړي. د دغو هوکړه لیکونو عملي کول چې د کوچیانو اقتصادي وضعې ښه والي او فرهنګي ودې له پاره ډیر مهم دي د یوې باصلاحیته ادارې په وس پوره ده نه د یو کوچني ریاست.
۸- د کوچیانو چارو سمون ادارې د کوچیانو له پاره د کوچي غږ راډیو جواز اخیستی و، د ایلبند مجله یې هرو دریو میاشتو کې چاپوله، د کوچیان مجلې جواز یې اخیستی و، د لاسي صنایعو او کوچیاني تولیداتو نندارتونونه یې جوړول او غونډې یې کولې چې د دغو ارزښتناکو پروګرامونو دوام د کوچیانو او په ټوله کې د افغاني فرهنګ له پاره د روح هومره ارزښت لري.
وړاندیز: د افغانستان اوسنيو واکدارانو څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې د کوچیانو ژوند ته ځانګړی پام وکړي. کوچیان د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر او د دې وطن د اصیل فرهنګ ساتونکي دي. مه پریږدئ چې دغه خواریکښ قشر د پردیو ملکونو شپني او پاده واني وکړي. د کوچیانو له پاره یو ځانګړی وزارت یا اداره جوړه او پوره واکونه ورکړئ؛ تر څو هېواد مو له اقتصادي پلوه په پښو ودریږي او یوې پایدارې سولې ته ورسیږو.
د کوچیانو د ژوند ښه والي په هيله!
وروستي