هغوی لپاره چې يوه پښه يې له لاسه ورکړې وي؛ (روبوټيک) پښه چې دماغ يې کنټرولوي 

د ټېکنالوژۍ او طب برخو کې په ګډه د هڅو او لاس ته راوړنو په  لړ کې، روغتياپالانو داسې برېښنايي او روبوټيک پښه جوړه کړې ده، چې د دماغو په وسيله ګنټروليږي او د عادي پښې په ډول حرکت کول شي.  

دغه روبوټيک پښه د هغه کسانو لپاره يوه لويه لاس ته راوړنه بلل کېږي، چې په زېږون معيوب پيدا شوي وي، جګړو او يا ټکر کې يې دواړه يا يوه پښه له لاسه ورکړې وي. 

د Nature Medicine مجلې په يوې مقالې کې ويل شوي دي، چې دغه پښه ناروغ کس ته تکليف نه ورکوي او په کې ځای پر ځای شوي سېسټم په مرسته حس لرونکې ده او په عادي ډول سره قدم اخلي. 

له دې وړاندې هغه کسانو چې يوه يا دواړه پښې يې له لاسه ورکړې وې، مصنوعي پښې ورته جوړې شوې وې، خو حس يې نه درلود او ناروغ کس لپاره د هغه پلاستيکي پښو کشول، اضافي وزن وو.