
د برېښنايي او روبوټيک ګاډو ورېخوا، د جاپان توکيو پوهنتون ساینس او ټېکنالوژي پوهانو داسې خپله - چلېدونکی (self-driving ) موټر جوړ کړی، چې سترګې لري او د ګڼې - ګوڼې په صورت کې دريږي.
دغه موټر کې داسې ټېکنالوژي کارول شوې ده، چې د موټر په مخکېنۍ برخه کې سترګې ورته لګول شوې دي او هر کله چې دغه سترګې ماشومان او يا نور ګاډي درک کړي، نو ماشين (انجن) ته خبر ورکوي او د ثانيو دننه موټر دريږي.
دغه پرته له موټرچلونکي موټر ته د ټېکنالوژي په وسيله انسانان، حيوانات، ديوالونه، ګاډي او نور ځيزونه ورپېژندل شوي دي او هر کله چې مخکې ته ورته راشي نو د يو متر په واټن کې موټر ترې دريږي.