اټومي جګړې ته د روسيې چمتوالی؛ Ilyushin Il-80 الوتکه او ځانګړنې يې 

روسي چارواکو ويلي  دي، چې د دغه هېواد ولسمشر ولادميير پوتين په بريالېتوب سره روسيې - جوړې Ilyushin Il-80 الوتکې ازموينه تر سره کړه. دغه الوتکه په پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال ده  او د اټومي جګړې پر مهال ترې ګټه اخېستل کېږي. 

دغه الوتکه د بحر دننه او ډېر ژور له هغه روسي بېړيو سره اړيکه ټېنګولی شي، چې له سترګو پټ او د اوبه دننه اټومي کوپړۍ لرې او بايد د اټومي جګړې پر مهال له هوا څخه لارښوونه ورکړل شي. 

د روسيې دفاع وزارت ويلي دي، چې ولسمشر پوتين په عملي ډول د Ilyushin Il-80 الوتکې او د بحر لاندې اټومي کوپړۍ لرونکو کښتيو سره اړيکه ونېوله او بريالۍ ازموينه يې تر سره کړه. 

چاروواکو ويلي دي، که چېرې روسيه اټومي جګړه پيل کړي، نو له ځمکه وراېځوا به د دغه جګړه له هوا او بحر لاندې نه رهبري کوي او په دې وسيله سره کولی شي، بريالۍ اټومي جګړه ولري.