جرمني اوکراين ته د روسيې ضد جګړه کې د ډرون په څېر د پنځم نسل ټانکونه ورکوي 

د جرمني دفاع وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې اوکراين ته په لوړې ټېکنالوژۍ سمبال د پنځم نسل ټانکونه ورکوي، ترڅو د روسيې پر وړاندې جګړه کې د پوځ ليکې پرې غښتلې کړي. جرمن چارواکو ويلي دي، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به ۱۴ د پنځم نسل ټانکونه جرمني ته ورکړي. 

دغه ټانک THeMIS نوميږي او د جرمني Krauss-Maffei Wegmann په نوم د وسلو جوړونې شرکت جوړ کړی دی؛ THeMIS ټانک د ډرون الوتکې  په څېر سېسټم لري، چې پرته له ټانکېسټ کولی شي عمليات وکړي. 

دغه ټانک پر يو ساعت ۱۲۰ کيلو متره واټن وهي، درې استخباراتي کمرې لري. THeMIS ټانک هم ډيزل کاروي او هم برېښنايي سېسټم لري، چې د ډيزلو په  نشتون کې برېښنايي سېسټم څخه کار اخلي.