په نړۍ کې چټک اقلیمي بدلون او د انسان مسوولیتونه

په دې وروستیو کلونو کې د ځمکې کرې په سطحه د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي، لکه د ځمکې کرې ګرمېدل چې د قطبي یخونو ويلې کېدو، د آزادو اوبو سطحې لوړېدو او د آب و هوا په شان بې نظمۍ، وچکالۍ او ډېرې نورې پېښې يې رامنځته کړې دي.
 
د انسان پر ژوند د اقلیم اغیزې
مخکې له دې چې د موضوع په اړه بحث وکړو، لازمه ګڼم چې اقلیمي بدلون او د انسان پر ژوند او طبیعت يې د اغېزو په اړه پوه شوو.
 
اقلیم د یوې سیمې جغرافیايي آب و هوا شراطو ته وايي لکه رطوبت، د اتمسفر فشار، باد، اورښت او د هوا پېژندنې نور مشخصات چې په نستبا اوږده زمان کې رامنځته کېږي.
 
د ځمکې کرې په جوړښت کې تر ټولو اساسي او مهم عامل اقلیم دی چې له شک پرته انسان، طبیعت او د ځمکې پرمخ نور ټول ژوندي موجودات له اقلیمي شرایطو اغیزمن کېږي نو ځکه د هر ټاټوبي اقلیم د ژوندانه جغرافیې د وېش ډېر مهم عامل هم اقلیم ګڼل کېږي او په همدې دلیل لومړنيو انسانانو اوبو او خوړو ته د لاس رسي په موخه د اوسېدو لپاره مناسب اقلیم انتخاباوه او هلته به استوګن کېدل.
 
اقلیم عربي کلمه ده چې په یوناني کې ورته Climal وايي او تقریبا په ټولو ژبو کې همدا ريښه اقتباس شوې ده.
 
اوس نو ویلای شوو چې اقلیم د انسان د ژوند د دوام لپاره یو مهم او اساسي رکن دی.
 
په هرصورت! راځو دې ته چې اقلیم ولې بدلون موندلی؟ لامل يې څه دی؟ او مخه يې څنګه نیول کېدای شي؟
 
د انسان يو صفت یا ځانګړنه دا ده چې هڅه کوي پر نورو انسانانو واکمني وکړي او ژوند يې په هره برخه کې تر نورو ښه وي.
 
نو دا کار د قومونو او هېوادونو ترمنځ سیالۍ ته هم رسېدلی او د ټکنالوژۍ په زمانه کې هر هېواد هڅه کړې چې له نورو مخکې شي او په دې توګه نو د کارخانو زیاتېدو سره سوکه سوکه اقلیم ته زیان رسېدلی دی.
 
د اقلیم په بدلون کې ډېره ونډه پرمختللو هېوادونو اخیستې خو زیان يې وروسته پاتې او مخ پروده هېوادونو ته تر نورو ډېر متوجه شوی دی.
 
د اقلیمي بدلون د مخنيوي یوازیني لار دا ده چې انسان او هېوادونه د مسوولیت احساس وکړي او له خپل توان سره سم د اقلیمي بدلون د مخنيوي لپاره کار او هڅه وکړي.
 
اوس تقریبا ټوله نړۍ او ټول هېوادونه د اقلیم پر اهمیت پوه شوي او له همدې وجې ملګرو ملتونو هم د خپل مسوولیت ادا کولو لپاره اقدامات کړي دي.
 
که څه هم په مختلفو وختونو کې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو د اقلیمي بدلون د مخنيوي لپاره لیکلې ژمنې کړې چې یو له دې ژمنو د ۲۰۱۵ میلادي کال د نوامبر له ۳۰مې د ډسمبر تر ۱۲مې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ۱۹۵ هېوادونو د استازو د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د اقلیمي بدلو COP21  تړون ته اشاره کولای شوو.
 
له هماغه وخته تر اوسه هر کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو اقلیمي بدلون یا COP سازمان غړو هېوادونو استازي ناسته کوي او د اقلیمي بدلون وضعیت څېړي او د مخنيوي پر لارو چارو يې بحث او مشورې کوي.
 
خو پوښتنه دا ده چې ولې دغه ژمنې د عمل جامه نه اغوندې؟
 
ښکاره خبره دا ده چې ځينې پرمختللي هېوادونه خپلې شخصي ګټې د نړیوالو تر ګټو برترې ګڼي او له یوې خوا له نړیوالو سره د اقلیمي بدلون د مخنيوي په برخه کې خالي ژمنې کوي او له بلې خوا په عملي ډګر کې له خپلو ګټو نه تېرېږي او د اقليمي بدلون پروا نه لري نو همدا لامل دی چې اقلیمي بدلون ورځ په ورځ د خرابېدو لور ته روان دی.
 
له دې هم سترګې نشي پټېدای چې مخ پر وده او وروسته پاتې هېوادونه د اقليم په بدلون کې ډېر رول نه لري خو زيان يې ورته متوجه دی.
 
ځينې پرمختللي هېوادونه د نړيوالو تړونونه او ژمنې په پام کې نه نيسي او په دې کار سره د اقليم بدلون د مخنيوي په برخه کې د نورو هېوادونو اقدامات هم بې اغېزې کوي.
 
امریکا چې له نړیوالو تړونونو پر وتلو او یکه تازۍ شهرت لري نه یوازې پر خپلو ژمنو يې عمل نه دی کړی، بلکې په ۲۰۱۷ میلادي کال په خپل سر له دې تړونه خپل وتل اعلان کړ چې په ۲۰۲۱ کې يې بېرته له دې تړون سره خپل پیوستون اعلان کړ.
 
سږ یعنې ۲۰۲۲ میلادي کال د نوامبر په ۶مه هم د مصر په شرم الشیخ کې (COP27) غونډه جوړه شوه خو امريکا کومه خاصه ژمنه ونه کړه.
 
د اقلیمي بدلون د مخنيوي لار څه ده؟
په دې اړه مختلف هېوادونه مختلف نظرونه لري خو حقیقت دا دی چې د اقلیمي بدلون زیان مخ پروده او وروسته پاتې هېوادونو ته ډېر متوجه دی نو منطقي دا ده چې د همدغو هېوادونو نظرونو ته پام وشي.
 
متاسفانه اوس د افغانستان په شمول ځينو وروسته پاتې هېوادونو کې د اقليمي بدلون خطر ډېر جدي شوی دی.
 
 د لړم په ۱۵مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په دغه هېواد کې بدلېدونکي اقلیم زيان اړوونکو اغېزو مخنيوي لپاره د بېړنيو ګامونو پورته کېدو غوښتنه کړې وه.
 
يوناما ويلي چې په افغانستان کې د اقليم د زيان اړوونکو اغېزو د مخنيوي لپاره بېړنيو ډله ييزو ګامونو ته اړتيا ده او وايي دغه هېواد د اقليمي بدلون له امله د نړۍ شپږم ډېر اغېزمن شوی هېواد دی خو د اقليمي بدلون د بدو اغېزو د کمولو لپاره شوي اقدامات په نشت حساب دي.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لړم میاشتې په ۱۶مه په يوه اعلامیه کې ویلي و چې دغه هېواد د اقلیم په بدلون کې هیڅ رول نه لري، خو د یاد بدلون له امله په روان کال کې دوه میلیارد ډالره زیانمن شوی دی.
 
د چین رسنیو د ډسمبر په لومړۍ نېټه د دغه هېواد د نړيوالې اقتصادي تبادلې مرکز شورا د مرستیال او د کارپوهانو کمېټې مسوول وانګ يي مينګ له قوله لیکلي، هېواد يې د پاريس تړون پلی کړی، له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې يې د نړۍ لپاره خدمتونه زيات کړي دي.
 
ده ويلي چې کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو د کمېدو په موخه يې د شنو خونو ګازونو د ایستنې اندازې د کنټرول لپاره اوږدمهاله سټراټژي جوړه کړې ده.
 
ده ویلي چې د چين حکومت د ۲۰۳۵م کال کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره دولتي ستراتيژي هم جوړه کړې ده.
 
خو ده له ځينو پرمختللو هېوادونو ګیله کړې چې تل يې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې غوڅه پرېکړه نه ده کړې، بلکې متردده تګلاره يې تعقیب کړې ده.
 
ده زیاته کړه چې په نړۍ کې د لمر، باد او اوبو په وسیله د انرژۍ تولید ۸۰ سلنه تجهیزات چین تولید کړي او دغه راز يې د بیا کارېدونکې انرژۍ په برخه کې ۳۸۰ میلیارډ امریکايي ډالره پانګونه کړې چې دا شمېر د نړۍ په کچه لومړی مقام لري.
 
د چین د ایکولوژيکي چاپېریال مرستیال وزیر جاو ینګ مین د نوامبر په ۸ مه د مصر په شرم الشیخ کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدون د ۲۷مې غونډې په څنډه کې د نړیوال بانک لخوا خپور شوي د چین د اقلیم او پرمختګ راپور په یوه فرعي ناسته کې وویل، د چین حکومت له اقلیمي بدلون سره د مقابلې کارونو ته په درنه سترګه ګوري او د اقليم نړيوالې ادارې د هڅولو لپاره به له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ زياتې کړي. 
 
ده په دې غونده کې وویل، چین د خنثی کاربن ډای اکسایډ او او د دې کاربن د ایستنې اوج ته د رسېدو موخې د عملي کېدو لپاره بېل ارګانونه جوړ کړي او د انرژۍ، صنعت او ټرافیک په شمول يې په بېلا بېلو برخو کې مهمې کاري لایحې جوړې کړې دي.
 
نوموړي زیاته کړې چې د ټکنالوژۍ پرمختګ او شنو خونو ګازونو د خپرېدو اندازې کمېدل د اقلیمي بدلون په برخه کې مهم رول لري.
 
د معلوماتو له مخې چین د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په لومړيو ۱۰ میاشتو کې له پنځه میلیون ډېر برېښنايي موټر تولید کړي دي.
 
دغه هېواد همدارنګه میلیونونه صحراوو کې مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي دي.
 
د چیني سرچینو د معلوماتو له مخې یوازې تېر کال په دغه هېواد کې درې میلیون ۶۰۰ زره هکټاره مصنوعي ځنګلونه جوړ شوي دي او په پلان کې ده چې سږ کال به درې میلیون ۳۳۷ زره هکټاره مصنوعي ځنګلونه جوړ شي.
 
او د دې ترڅنګ يې په لویو ښارونو کې میلیونونه بایسکیلونه هم د خلکو خدمت ته وړاندې شوي دي.
 
یعنې خلاصه دا چې چین په رښتيا هم هڅه کوي چې د اقلیمي بدلون د مخنيوي لپاره له خپل توان سره سم خدمات وړاندې کړي.
 
د څېړونکو په باور په ښارونو کې له بايسیکل څخه پراخه استفاده، د انرژۍ مصرف کمېدل او بوټو کرلو زیاتېدل له اقلیمي بدلون سره مقابله چټکولای شي.
 
 د هېوادونو اوسنيو اقتصادي شرایطو ته په پام سره د ډېری خلکو لپاره یوازې شغل او در آمد مهم دی او د چاپېریال پروا نه لري.
 
خو ملګري ملتونه د داسې طرحې پلي کېدو په لټه کې دي چې پر بنسټ يې خلکو پر داسې شغلونو مشغول شي چې د ژوندانه چاپېریال ته زیان نه رسوي او د دې طرحې له مخې باید ټول هغه کسان چې غواړي کار کسب ولري، کولای شي چې دولتي، دایمي او سیمه ییزو کارونو مشغول شي.
 
پر دې بنسټ دولتونه کولای شي چې په دې برخه کې په خپلو هېوادونو کې د لمریزې برېښنا انرژي رامنځته کړي او دا کار د ځمکنۍ کرې لپاره هم ګټور دی.
 
د محققانو په باور دا طرحه د ځمکې کره کې د شته خطرونو د کمېدو لپاره هم اغېزمنه ده او د مخربو محیطي اقدامانو کچه به کمه کړي.
 
په ځمکه د انسانانو د نفوس په زیاتېدو سره هره ورځ د ودانیو جوړېدل هم زیاتېږي او اوس په ډېری ودانیو کې فولاد او سمنټ کارول کېږي.
 
دا چې د فولادو او سمنټو په جوړېدو کې انرژي ډېره مصرفېږي چې له امله يې چاپېریال ککړېږي نو یو شمېر محققان په دې باور دي چې که د فولادو او سمنټو پرځای له لرګیو ودانۍ جوړې شي د چاپېریال لپاره به يې زیان کم وي.
 
البته دا په دې معنا نه ده چې د دې لپاره دې شته ځنګلونه او ونې ووهل شي او کورونه دې ترې جوړ شي، بلکې کېدای شي چې په صحراوو کې نوې ځنګلونه و کرل شي او د ځنګلونو اندازه زیاته کړی شي.
 
لنډه دا چې حکومتونه باید له اقلیمي بدلون سره مقابله خپل مسوولیت وګڼي او خپلو سیاستونو ته دې له سره کتنه وکړي او خلکو ته دې په داسې برخو کې د کار زمینه برابره کړي چې د ژوند چاپېریال ته يې خطر کم وي.