د موږکانو په مرسته د زلزلې قربانيانو پيدا کول 

د APOPO په نوم بنسټ يو شمېر موږکان روزي چې کولی شي، له زلزلې وروسته په خاورو او نړېدلو ودانيو کې بند پاتې انسانان او د هغوی جسدونه پيدا او وښيي. 

د ياد سازمان مشر ډونا کین وايي چې موږک معمولًا ډیر لیواله وي او ښې سپړنې کوي  او موږکان د بوی ښه احساس لري او په اسانۍ سره په کوچنیو ځایونو کې ځای کولی شي.

هغه زياتوي، "موږ موږکان تربيه کوو، موږکان ښه حس لرونکي دي؛  ترڅو د زلزلې وروسته په نړیدلو ودانیو کې بند پاتې قربانیان وژغوري. دوی چې کله قربانيان پيدا کړي نو په ښه ډول خبر لېږدوي او همماغه ځای په نښه کوي.