موندنه: د شاتو مچيو عمر د تېر په پرتله ۵۰ سلنه کم شوی او  ژر مري 

اروپا کې (د مچیو سور لیست) په نوم ټولنې ويلي دي، چې اوس وخت کې د شاتو مچۍ ژر مري. دغه ټولنې په يوې نوې څېړنې او مونده کې ويلي دي، چې  د تېرو ۵۰ کالونو په پرتله اوس  مهال د شاتو مچيو عمر نيم په نيمايي کم شوی دی. 

همدا ډول د مریلینډ پوهنتون يو څېړنه ښيي چې پنځوس کاله وړاندې د شاتو مچيو عمر شااوخو ۳۴ ورځې وو، خو  اوس وخت کې  ۱۸ ورځو  ته راټيټ شوی دی او د  شاتو مچيو مړينه هم په ډله  ييز ډول ده. 

د چاپيريال ککړتيا، د مختلفو کيمياوي او بيالوژيکي موادو او وسلو ازمويل او د کرنيزو سيمو کمښت د شاتو مچيو د عمر د کمېدو لاملونه ګڼل شوي دي.