بې پېلوټه بلاک هاک چورلکه

د لومړي ځل لپاره يوه بلاک هاک چورلکه کې داسې سېسټم او پوستغالي ځای پر ځای شوی، چې پرته له پېلوټه په خپلواک ډول سره کولی شي الوتنه او عمليات تر سره کړي. 

دغه چورلکې د ۳۰ دقيقو لپاره په پرله پسې ډول الوتنه تر سره کړه. دغه بلاک هاوک چورلکې ځای - ځای ازمايښتي بمونه هم وغورځول او شااوخوا ۱۱۵ کليو متره يې الوتنه وکړه. 

نړۍ کې اوس مهال د بې پېلوټه الوتکو (ډرون)، ګاډو او مېترو ترڅنګ هڅې داسې کيږي، نور وسايل او په ځانګړي ډول جګړيز وسايل خپلسري جوړ کړي چې دې سره به د جګړو  ډګرنو  کې د خپلو  پوځيانو د مرګ - ژوبلې کچه راټيټه کړي.