د خوشاله او بریالي ژوند د لرلو لپاره پنځلس لارې

تاسو غواړئ زده کړئ، چې څنګه خوشاله او بریالی ژوند ولرئ. دا حیرانونکې ده، ځکه خوشالي په بشپړه توګه ستاسو په واک کې ده، یوازې باید پوه شئ، چې خوشالي په بهرنیو لاملونو پورې تړاو نه لري، بلکې تاسو کولای شئ ژوند ته په خپل لید کې په بدلون راوستلو او د خپل فکر بڼې په ښه کولو سره،  کولای شئ خوشاله ژوند جوړ کړئ او دا اقدام درې پړاوونو ته اړتیا لري، لکه: هرڅه خوشې کړئ، خپل ځان پیدا کړئ او د بدلون لپاره اقدام وکړئ. باید ټول هغه څیزونه، چې د یوه خوشاله ژوند د رامنځته کولو په لاره کې خنډ ګرځي، خوشې کړئ، د خپل وجود پټې برخې کشف کړئ او د یوه غوره ژوند د لرلو لپاره اړین اقدامونه وکړئ.
 
خوشې کول
د هغه څه خوشې کول، چې نور ستاسو د ژوند لپاره ګټه نه لري، د خوشاله ژوند د رامنځته کولو لپاره اړین او ضروري دي.
 
۱ ـــ د خوشاله ژوند لرلو لپاره، بشپړتیا غوښتنه خوشې کړئ
هېڅ څیز د بشپړتیا غوښتنې لپاره د بېدرېغه هڅه کولو په اندازه د خوشالۍ او ودې په لاره کې خنډ نه ګرځي، بشپړتیا غوښتنه تاسو دروي، د بې نیمګړتیا اوسېدو لپاره، بې پایه هڅې، کوښښونه او بدلونونه به تاسو خوشاله نه کړي، ځکه په بشپړه توګه بشپړ او بې نیمګړتیا اوسېدل هېڅ امکان نه لري. تاسو کولای شئ تصور وکړئ، چې بشپړ یاست، خو که تل د بشپړاوسېدو په لټه کې واوسئ، نو یوازې ډېرې نیمګړتیاوې به پیدا کړئ او هرڅومره چې وړاندې لاړ شئ، نو ډېر به په دې باندې پوه شئ، چې بشپړ او بې نیمګړتیا نه یاست او هغه وخت دا منفي حس نه شو کولای، چې په هېڅ بدلون او تحول سره یې ډک کړو، باید نیمګړتیاوې په ډېره مینه ومنو.
 
د ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره هڅه پرېږدئ، لږ د خپل ځان لپاره وخت په پام کې ونیسئ، له دې چې هر څه په ښه توګه پرمخ نه دي تللي او یا کوم کار پاتې دی، مه خواشینی کېږئ، ومنئ نه شو کولای، چې هر څه بشپړ کړو، په دې توګه به د سټرس د کچې له ټیټ والي څخه حیران شئ.
 
۲ ـــ هڅه مه کوئ، چې ووایئ په هرڅه باندې پوهېږم
لکه څنګه چې د تنکۍ ځوانۍ او ځوانۍ عمرونو ته رسېږو، موږ ټول داسې فکر کوو، چې په هرڅه باندې پوهېږو، په داسې حال کې، چې نه پوهېدل د کمزورتیا او زیان منونکی اوسېدو په مانا نه دی. تړلی ذهنیت یانې چې تل په هرڅه باندې پوهېږئ او تل په حقه یاست، د فکر په دې بڼې سره هېڅکله نه شئ کولای، چې زده کړه او وده وکړئ او بدلون رامنځته کړئ. که پلټونکی ونه اوسئ او د دې جملو له ویلو سره، لکه: «زه په دې باندې نه پوهېدم»، «په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟» او «آیا دا سمه ده یا دا هغه څه دی، چې زه پرې پوهېږم؟» نا بلده واوسئ، تل شاته پاتې کېږئ. حقیقت دا دی، چې باید خپل ځان تر پوښتنې لاندې راولئ، ځکه شونې ده، چې ستاسو افکار او نظریې تکراري او پخوانۍ وي. تاسو له خپل ځان څخه په پوښتنه کولو سره، کولای شئ غوره کړنې ترسره کړئ.
 
۳ ـــ ایګو مو خوشې کړئ
ایګو مو ستاسو غوره وسیله ده، خو کله چې نفس مو پر تاسو باندې حاکم شي، نو ستونزې مو پیلېږي. نفس څه دی؟ نفس له خپل ځان څخه ستاسو تصور دی. نفس د دې سبب ګرځي، چې د ژوند د سمو اصولو پرځای، د هر څه ظاهر ووینئ او خیال بافي وکړئ. تاسو کله وخت له نورو څخه د خپلو تمو لپاره ژوند کوئ او همدا د دې سبب ګرځي، چې ماتې وخورئ، ځکه ډېرې زیاتې بېځایه او غیر واقعي تمې لرئ، چې کله وخت یې پوره کېدل ستونزمنېږي او یوازې خپل ځان ځوروئ، د همدې لپاره خپل نفس خوشې کړئ او مننه کول تمرین کړئ.
 
۴ ـــ د خوشاله ژوند لرلو لپاره، له نورو سره خپل ځان مه پرتله کوئ
که واقعاً غواړئ زده کړئ، چې څنګه کولای شئ خوشاله ژوند ولرئ، باید له نورو سره د خپل ځان له پرتله کولو څخه لاس واخلئ. له نورو سره د خپل ځان پرتله کول یو بېځایه او بې ګټې کار دی، ځکه تاسو یو بل ته ورته نه یاست، تاسو د هغوی په بوټونو سره لاس په لاره تګ نه دی کړی او د هغوی مهارتونه نه لرئ، تاسو توپیري یاست او له نورو سره د خپل ځان په پرتله کولو باندې په تمرکز کولو سره، له ځانه سره به یوازې منفي پایلې ولري، په پای کې له نورو سره د خپل ځان پرتله کول د ځور سبب ګرځي او تاسو په ژوند کې له خوشالۍ څخه لیرې کوي، ځکه په هغو څیزونو باندې د تمرکز کولو پرځای، چې لرئ یې، په هغو څیزونو باندې تمرکز کوئ، چې نه یې لرئ. له نورو کسانو څخه الهام واخلئ او له هغوی څخه د خپلو موخو د پرمخ بیولو لپاره ګټه واخلئ، خو د پرمختګ لپاره، په فرد پورې منحصر خپل پروني او ننني ژوند ته وګورئ، نه نورو ته.
 
۵ ـــ په بدو پېښو باندې تمرکز مه کوئ
زه د "مثبت فکر وکړه" له عبارت څخه کرکه لرم، خو ناسم پوهاوی رامنځته نه شي، دا په دې مانا نه ده، چې خپلې ستونزې او احساسات نالیدلي ونیسئ، دا د ستونزو لپاره د حل لارې د پیدا کولو د خلاقیت په مانا دی، یوازې د خپلو ماغزو مخه مه ګورئ! په هغو پېښو باندې تمرکز کول، چې تاسو ورسره مخ شوی یاست، آسانه کار دی، خو هڅه وکړئ، چې ټول تمرکز مو په کمزورتیاوو او نیمګړتیاوو باندې نه وي، بلکې منندویي تمرین کړئ او په هغه څه باندې تمرکز وکړئ، کوم چې لرئ یې.
 
پام د خپلو بالقوه ستونزو په حل لارو باندې متمرکز کړئ، د اړتیا په صورت کې د مرستې لپاره له خپلو دوستانو سره اړیکه ونیسئ، تاسو کولای شئ په سمه توګه اوضاع مدیریت او کنټرول کړئ، د بېلګې په توګه: ژوند سخت او ستونزمن دی او تاسو خپګان لرئ او نه شئ کولای، چې له اندېښنه کولو څخه لاس واخلئ، حتا خپله ټوله هڅه کوئ، ترڅو له اندېښنې څخه لیرې والی وکړئ او د خپل فکر بڼې ته بدلون ورکړئ، خو ترې خلاصون نه لرئ، نو مه ناهیلی کېږئ، یوه نوې تګلاره وازمویئ، د خپلو احساساتو په اړه فکر وکړئ، درک او وې پېژنئ او ورسره مخامخ شئ، ترڅو وکولای شئ له دې شرایطو څخه بهر شئ، له خپل کنټرول څخه بهر په منفي ټکو باندې تمرکز مه کوئ، بلکې په مثبتو څیزونو، هغه څیزونه چې لپاره یې منندویئ یاست او هر هغه څه چې لرئ، تمرکز وکړئ.
 
موندل
ژوند له ډېرو درسونو او حیرانونکو څیزونو څخه ډک دی، چې تل د موندلو په تمه دي، په دې حالت کې تر ټولو مهمې موندنې به ستاسو په دننه کې رامنځته شي.
 
۶ ـــ د خوشاله ژوند د لرلو لپاره، ارزښتونه مو کشف کړئ
تاسو څوک یاست؟ په څه شي باندې باور لرئ؟ که غواړئ زده کړئ، چې څه ډول خوشاله ژوند ولرئ، د دې په ارزولو سره، چې واقعاً څوک یاست، په څه شي باندې باور لرئ او ارزښتونه مو څه دي، پیل کړئ. کله چې پوه شئ څوک یاست، څه څیز ته ارزښت ورکوئ او غواړئ څوک واوسئ، له دې سره سره، چې نور ستاسو د ټاکنو په اړه څه فکر کوي، تاسو خپل ژوند لکه څنګه مو چې خوښېږي، جوړ به یې کړئ.
 
۷ ـــ په خپل ځان باندې مهرباني کشف کړئ
ژوند سخت، پرېښانه او بې نظمه دی، تاسو هم هغه فرد یاست، چې د نورو په څېر هڅه کوئ، په هر څه باندې پوه شئ، خو په دې لړ کې خپل ځان ته استراحت ورکړئ، تاسو اړ نه یاست، چې په هر څه باندې پوه شئ، بلکې تل له خپل ځان سره په مهربانۍ خبرې وکړئ، حتا له دې وروسته مو، چې تېروتنې وکړې، له خپلو تېروتنو څخه درس واخلئ او په خپل ځان باندې مهربان واوسئ، په دې ډول به خوشاله وئ، په هر حال کله چې یو څوک ستاسو په ذهن کې ژوند کوي، چې تل ستاسو په اړه بدبین او دغه راز له تاسو څخه ناراضي دی، خوښ او خوشاله اوسېدل ډېر سختېږي.
 
۸ ـــ زده کړئ، چې څنګه له پښېمانۍ پرته ژوند وکړئ
تر دې دمه مو ډېرې زیاتې انګېزه بښونکې جملې اورېدلې او لوستلې دي، لکه: «کله چې غواړې یو کار ترسره کړې، چې وړتیا یې لرې، نو ژر تر ژره یې ترسره کړه. دا له پښېمانۍ پرته د ژوند کولو لپاره یوازینۍ لاره ده.» نو که غواړئ یو کار ترسره کړئ، همدا اوس او په همدې شېبه کې یې ترسره کړئ. په اوس کې لکه څنګه چې غواړئ ژوند وکړئ، ځکه نه پوهېږئ، چې د هغو ټولو کارونو د نه ترسره کولو په پښېمانۍ سره، څه وخت له خوبه را پاڅېږئ.
 
۹ ـــ توازن کشف کړئ
که غواړئ زده کړئ، چې څنګه خوشاله ژوند ولرئ، باید توازن پیدا کړئ، هغه کارونه ترسره کړئ، کوم چې خوښېږي مو، ډېر خوشاله واوسئ، یو څه وخت  د توازن د موندلو او د نویو څیزونو د زده کولو لپاره مصرف کړئ. د بېلګې په توګه: هغه څوک، چې تل سټرس لري، ښایي اړتیا ولري، چې په خپل ورځني پروګرام کې مډیټېشن ته ځای ورکړي، د خپلو کړنو او احساساتو د ثابتولو لپاره یوه لاره پیدا کړئ، ترڅو خوشاله ژوند وکړئ.
 
۱۰ ـــ پرېږدئ، چې خپل واقعي ځان مو خبرې وکړي، کشف یې کړئ
که زده کړئ، د خپل ځان او خپلو احساساتو په اړه خلاقانه خبرې وکړئ، نوې نړۍ به له خوښۍ او خوشالۍ څخه ډکه شي، خپل دنننی هنرمند پیدا کړئ او په غېږ کې یې ونیسئ، خپل حقیقت په خوله راوړئ، له کومې وېرې پرته د خپلو احساساتو په اړه خبرې وکړئ، حتا که د خلکو نه خوښېږي هم له خپل واقعي ځان سره ژوند وکړئ، خپله دنننۍ نړۍ کشف کړئ او د هغې په ژبه خبرې وکړئ، تاسو فوق العاده او مهم یاست.
 
د خپل ځان لپاره اقدام کول
په ژوند کې اقدام کول یوازې هغه وخت ګټور دی، چې کړنې مو له تاسو سره مرسته وکړي، خپل واقعي ځان ته وفادار پاتې شئ، لاندې اقدامونه تمرین کړئ، ترڅو زده کړئ، چې څه ډول یو خوشاله او بشپړ ژوند ولرئ.
 
۱۱ ـــ د خوشاله ژوند کولو لپاره، خپله خوندي او هوسا سیمه پرېږدئ
د دې لپاره، چې بشپړ او بې نیمګړتیا ژوند ولرئ، باید خپله خوندي او هوسا سیمه پرېږدئ او خپلو موخو ته ورسېږئ، هر څه چې غواړئ او هیله یې لرئ، بلې خوا ته یې خوندي سیمه کېږدئ، که څه هم ښایي وېره او خوښي د یو بل پرخلاف تر سترګو شي، خو داسې نه ده، وېره یوازې هغه ګام دی، چې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو هغه خوږې شېبې ته ورسېږئ، چې نوم یې نېکمرغي ده، هغه ځای ته د رسېدو لپاره، باید دومره زړور واوسئ، په پوړیو باندې وخېږئ او له پوړیو څخه د غورځېدو خطر ومنئ.
 
۱۲ ـــ په اوس باندې تمرکز وکړئ
په اوس باندې تمرکز وکړئ، دا چې تېر څومره بد و او راتلونکې کولای شي څومره ښه یا بده وي، تمرکز مه کوئ. هره ورځ یوه نوې ورځ ده او تېرې تېروتنې هغه درس و، چې باید نن ترې ګټه واخلئ، ترڅو تېرې تېروتنې تکرار نه کړئ، په دې باندې، چې څنګه کولای شئ توپیري او غوره نن ولرئ، تمرکز وکړئ، ترڅو په راتلونکې کې خپلو موخو او هر هغه څه چې په پام کې مو دي، ور ورسېږئ. په دې ډول به خوشاله ژوند وکړئ.
 
۱۳ ـــ له هغو انسانانو سره وخت تېر کړئ، چې تاسو هڅوي
په یاد ولرئ تاسو په هماغه اندازه خوشاله یاست، چې شاوخوا خلک مو خوشاله دي، که شاوخوا مو له منفي فکر لرونکو کسانو څخه ډکه وي، چې په تاسو باندې باور نه لري او هڅه کوي، چې یو ماتې خوړونکی کس واوسئ، د خوشاله او راضي اوسېدو لپاره به ستاسو وړتیا له منځه یوسي. که په ژوند کې مو داسې کسان شتون لري، چې هڅه کوي ستاسو خوښي او خوشالي له منځه یوسي په اصل کې ستاسو وجود له منفي احساساتو څخه ډکوي، په حقیقت کې باید ووایو، چې تاسو او شخصیت مو د پنځو کسانو یو ترکیب دی، چې تر ډېره ورسره خواله کوئ، له دې امله ډاډه شئ، هغوی ستاسو خوشالي غواړي او لېوالتیا لري، چې د هر څه په اړه مثبت فکر وکړي. د خپلو شاوخوا کسانو له بدلون څخه مه وېرېږئ، کله وخت د هغوی په خوشې کولو سره، په هغوی باندې مهرباني کوئ.
 
۱۴ ـــ د خوشاله ژوند لرلو لپاره، هغه کار ترسره کړئ چې خوشاله کوي مو
ټاکل نه شوې ده، ټول پوه شي، چې کوم کار ترسره کوئ، کله وخت ستاسو شاوخوا کسان هڅه کوي،  تاسو ته ووایي، چې کار مو لېونتوب دی یا تاسو له خپل هوډ څخه را وګرځوي، په دې حالت کې، که کوم کار ستاسو د خوشالۍ او رضایت سبب ګرځي، ترسره یې کړئ او نورو ته ثابته کړئ، چې تېروتنه کوي. نوښتګر افراد پولې او سرحدونه لیرې کوي او نوي څیزونه کشفوي او دا ستاسو د ژوند لپاره هم صدق کوي. تاسو یو نوښتګر فرد یاست، ستاسو پروژه ستاسو ژوند دی او باید وغواړئ، چې له منفي غږونو سره سره، د خپل ژوند تګلوري ته دوام ورکړئ او هغه څه ته ورسېږئ، کوم چې غواړئ یې.
 
۱۵ ـــ شخصي مسؤولیت ومنئ
وخت یې را رسېدلی دی، چې اقدام وکړئ او د خپل شخصي ژوند مسؤولیت ومنئ. ښایي هره ورځ بده پېښه رامنځته شي، خو باید د نورو له رټلو او د بدو پېښو له توجیه کولو څخه لاس واخلئ، دا د ذهنیت یو ساده، خو حیاتي بدلون دی، چې ستاسو ذهني کنټرول بېرته تاسو ته در ګرځوي، که تاسو په خپل ژوند کې د ټولو رامنځته شویو پېښو مسؤولیت ومنئ او له هغې پوهې او تجربې څخه چې ترلاسه کوئ یې، د ورته راتلونکو تېروتنو د مخنیوي لپاره ترې ګټه واخلئ، په دې حالت کې یو مهم څیز مه هېروئ، د دې مسؤولیت منلو له حس څخه د دې په اړه، چې څومره بد انسان یاست، د ځان د رټلو او شکنجه کولو لپاره ګټه مه اخلئ، بلکې د زده کړې او په راتلونکې کې ترې د کار اخیستلو لپاره ګټه واخلئ.
 
د خوشاله ژوند لپاره هڅه وکړئ، دا مه هېروئ، چې هېڅوک  بشپړ او بې نیمګړتیا نه دی، خو کولای شئ په هڅې سره نیمګړتیاوې را کمې کړئ.