جېټ الوتکه: که پېلوټان يې ورخطا او بې پامه شي، نو خپله کنټرول او بمبار پيلوي 

ايټاليا، انګلستان او جاپان په ګډه داسې  الوتکه جوړه وي چې د پېلوټانو د ورخطايۍ، ويده کېدو او بې پامه کېدو په صورت کې خپل کنټرول په خپله اخلي او هغه ځايونه بمباروي، چې موخه يا ټارګېټ يې وي. 

دغه درېيو هېوادونو په يوې ګډې اعلاميې کې ويلي  دي، چې د دغه جنګي  جېټ الوتکې د جوړولو چارې يې پيل کړې دي چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې به بشپړې شي او د مصنوعي  ځيرکتيا لرونکې ده. 

د دغه پروژې تر سره کوونکي وايي، چې شونې ده چې دغه جنګي جېټ الوتکه کې به داسې سېسټم هم ځای پر ځای چې د بې پېلوټه الوتکې په ډول به کار کوي، خو وړتيا به يې دا وي، چې چې په بشپړه توګه به د ځان کنټرول ولري.