وړاندوينه: پر نړۍ بله داسې وبا راروانه ده چې د کرونا په نسبت  به ډېره مرګونې وي

د اکسفورډ - اسټرا زینیکا واکسین جوړونکې پروفیسوره ډیم سارا ګیلبرټ،  وړاندوينه کوي، چې شونتيا شته چې د روغتيا په برخه کې نړۍ له يوې بلې داسې ساري او ويروسي ناروغۍ سره مخ شي، چې د کرونا په پرتله به ډېره مرګونې او ګواښونکې وي. 

نوموړې چې د ساري ناروغيو متخصصه او د ساري نارغيو پر ضد واکسين جوړونکې ده وايي، "دا به وروستی ځل نه وي چې ویروس زموږ ژوند او ټولې نړۍ ته ګواښ پېښ کړ. ریښتیا دا ده چې راتلونکې کې ښايي لا دې هم ډیر خراب- ډیر ساري ، یا ډیر وژونکی، یا دواړه ځانګړنو لرونکو نارغيو سره مخ شو." 

نوموړې دا نه ده په ډاګه کړې چې کوم ډول وبا به بيا نړۍ پر سر واخلي، خو زياتوي چې راتلونکې به بيا له ويروسي ساري ناروغي سره نړۍ مخ  شي، چې له کرونا به خطرناکه وي. ځيني شنونکي په دې اند دي، چې د نړۍ ستر هېوادونو په هدفي ډول او د خپلو سياسي او اقتصادي موخو په پار ويروسونه جوړوي او باور دا دی چې کرونا هم يو جوړ شوی او لابراتوري ويروس وو.