سونامې (په اصل کې جاپاني ريښه لري، چې د «بندر څپې» مانا لري) اوبو کې د څپو يو لړۍ ده، چې په عمومي ډول يو سمندر يا لوی جهيل کې د اوبو د لويې کچې د بې ځايه کېدلو له امله رامنځته کېږي.
نړۍ کې ترټولو ستره او مرګونې سونامې په ۱۹۵۸ کال کې د امريکا په الاسکا کې رامنځ ته شوه چې د څپو لوړوالی يې ۴۴۲ متره وو. د يادې سونامې لامل د بحر لاندې د ۷،۸ درجې زلزلې له وه، چې ګڼ تلفات يې درلودل.
سونامې يو طبيعي او بحري آفت دی، چې اوس وخت کې هم د نړۍ په يو شمېر هېوادونو لکه جاپان، اندونيزيا او نورو پېښيږي. هغه سيمې چې سونامې په کې واقع شي، کالونه وروسته هم ساري ناروغۍ په کې وي.
وروستي