روبوټ د ۶۱ کلن کس له مرۍ ۶ سانتي متره سرطاني دانه لېرې کړه 

 انګلستان کې په لومړي ځل سره برېښنايي ډاکټر يا روبوټ د يو ۶۱ کلن ستر - عمره -کس له مرۍ څخه ۲،۳ انچ يا نېږدې شپږ سانتي متره سرطاني دانه په بريالېتوب سره لېرې کړه. دغه جراحي عمليات د انګلستان په Gloucestershire Royal نوم روغتون کې تر سره شوي دي. 

دغه جراحي عمليات پرته له دې چې ډاکټران په کې برخه واخلي، د درېيو روبوټ په وسيله تر سره شوي دي او پايله کې يې هغه سرطاني دانه لېرې شوې، چې د ناروغ کس  د مرۍ او معدې ترمنځ يې شتون درلود او معدې ته د خواړو لار يې بنده کړې وه. 

هغه روبوټ چې روغتونونو کې ډېر سخت، د وجود دننه او د بشپړې پاملرنې جراحي عمليات تر سره کوي، د Versius په نوم ياديږي. د طب برخه کې دغه ټېکنالوژي توانېدلې ده، چې هغه جراحي عمليات تر سره کړي، ډاکټران يې د ډېر کوچنوالي له امله له تر سره کولو عاجز وو.