تر ۲۰۳۰ کال به کوچني سرطان - وژونکي روبوټ د پيچکارۍ له لارې د انسان وجود تزريق کېږي 

د IFL Science نومي مجلې د راپور پر بنسټ په راتلونکو لس کالونو يا تر ۲۰۳۰ کال پورې به د انسان وجود ته کوچني روبوټ يا Nanobots د پيچکارۍ له لارې دننه کېږي او دا وړتيا به ولري، چې  د انسان د وجود دننه مضرې بکترياوې، ويروسونه  او د سرطاني حجرو په څېر حجرې په  هدفي ډول سره له منځه يوسي. 

په يو بل راپور چې  New Atlas رسنۍ د کوچني روبوټ يا Nanobots  په اړه خپور کړی دی، راغلي  دي چې په نېږدې راتلونکي کې به دغه کوچني روبوټ وکولی شي، چې په  ډېر دقت سره درمل د وجود دننه ميکروبي شوې، درد لرونکې او اغېزمنې برخې ته ورسوي چې له يوې خوا به درمل د دقيقو دننه پايله ورکوي او له بلې خوا به وجود د درملو له اړخيزو اغېزو (جانبي عوارضو) خوندي وي. 

د کوچينو روبوټ يا نانوبوټ دغه تجربه اوس وخت کې په يو شمېر حيواناتو ازمويل کېږي، چې مثبته پايله يې ورکړې ده.