ایا هره ورځ له ۵ تر ۶ بادام خوړل مو روغتیا ته ګټه لري؟

بادام د اومیګا ۳ غوړ، فایبر او زنيک بډایه سرچینه ده. بادام د ښه خوند ترڅنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري، چې ځيني يې دې ليکنه کې لوستلی شئ. 

هضم ښه کوي: که تاسو په خالي معدې بادام وخورئ، نو شونې ده چې معده  کې د هضم عمليه اسانه کړي. 

د وزن کمولو کې مرسته کوي: بادام کم کاربوهایډریټ لري خو  د فایبر کچه په کې لوړه ده.  هر سهار په منظمه توګه د یو څو دانو بادامو خوړل میټابولیزم ته وده ورکړي، کوم د وزن له لاسه ورکولو سره تړاو لري.

د مغزو فعالیت غښتلی کوي: بادام په زیاته اندازه ویټامین ای لري چې د هوښیارۍ د لوړولو، حافظې غښتلې ساتلو او د ادراکي کمښت د مخنیوي لپاره ګټور دي. له همدې امله، بادام اکثراً د "دماغ خواړه" ګڼل کیږي. 

د کولیسټرول کچه راټیټوي: څیړنې ښيي چې هره ورځ د څو بادامو خوړل کولی شي LDL یا "خراب" کولیسټرول کم کړي پداسې حال کې چې HDL یا "ښه" کولیسټرول لوړ ساتي. 

بادام د پوستکي لپاره ګټور دي: په بادامو کې موجود انټي اکسیډنټ، په ځانګړې توګه ویټامین ای، کوم چې  کولی شي د زړښت پر اساس راپيدا  شوې کونځې له منځه يوسي.