د ترکارۍ (سبزيجاتو) پاچا

په عادي سبزیجاتو کې د پروټین اندازه د ۱٪ څخه تر ۲٪ پورې ده، پداسې حال کې چې شنه ګلپي کې د پروټین سلنه د ۳،۵٪ څخه تر ۴،۵٪ پورې رسيږي.

شنه ګلپي (بروکولي) په پراخه اندازه  پروټین، کاربوهایډریټ، غوړ، منرالونه، ویټامین A، ویټامین B1، ویټامین B2، ویټامین سي او کیروټین لري. 

برسېره پر دې، شنه ګلپي کلسیم، فاسفورس، پوتاشیم، اوسپنه، منګنیز او نور معدني مواد لري او د نورو سبزیجاتو په پرتله یې معدني مواد خورا زیات دي.

شنه ګلپي يا بروکولي کمه کالوري لرونکې ترکاري ده. که چېرې يو شين ګلپی ۱۰۰ ګرامه وزن ولري نو کالوري به يې ۳۰ وي، پر دې بنسټ هرڅومره شنه ګلپي وخوړل شي، وزن نه ډېريږي.  

د زياتو غذايي او منرالي موادو د شتون پر بنسټ، د خواړو او تغذیې پوهان شنه ګلپي د "تغذيې پاچا" بولي.