پنځه عادتونه، چې تاسو په یوه بریالي فرد باندې بدلوي

د بریالیو افرادو عادتونه
تاسو په دې عادتونو سره کولای شئ، چې خپل ژوند ته بدلون ورکړئ. بریالي افراد تل بریا ته د رسېدو لپاره ډېر زیات پروګرامونه لري او بې شمېره ګامونه پورته کوي. هغوی هڅه کوونکي، هوډمن، متمرکز او تر ټولو مهمه د مثبت لید لرونکي دي. دا افراد په خپل ځان باندې ډېر زیات باور لري او تل په ډېرې انګېزې  په ټاکلي تګلوري باندې حرکت کوي، ترڅو ورځ تر بلې ښه شي. د هغوی خوش بینانه لید د دې سبب ګرځي، په هر ځای کې وځلېږي، که تاسو هم هیله لرئ، چې د بریالیو افرادو برخه واوسئ، نو دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
بریالي کسان هېڅکله له خوبه ناوخته نه راپاڅېږي
بریالي کسان تل له خوبه وخته راپاڅېږي، هېڅکله غوره نه ګڼي، چې تر ډېر ځنډه په خوب ځای کې پاتې شي، ځکه دا کار یې ټول ورځنی پروګرام خرابوي، دا افراد لږ تر لږه ۲ تر ۳ ساعتونو پورې وخته له خوبه راپاڅېږي، ترڅو وکولای شي، د خپلې ټولې ورځې لپاره مخکې تر مخکې پروګرام جوړ کړي. هغوی خپل ځینې کارونه د ورځې له پیل کېدو څخه مخکې ترسره کوي.
 
بریالي کسان عادت لري، چې اخبار ډېر ولولي
بریالي کسان، په بشپړه توګه له خپلو شاوخوا پېښو څخه خبر دي، هغوی له ټولو خبرونو څخه خبر دي، ځکه د زړه له کومې د پوهې د ترلاسه کولو په لټه کې دي، هغوی په ورځ کې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې اخبار لوستنې ته ځانګړې کوي، ترڅو له ټولو پېښو څخه خبر واوسي. که د سمو عادتونو په لټه کې یاست، دا د پیل کولو په اړه تر ټولو مهم ټکی دی.
 
هغوی خپلې موخې څاري
بریالي کسان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پشتکار لري، هغوی خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د هڅو او کوښښونو په ارزښت باندې پوهېږي، هغوی د خپلو اوږد مهالو او لنډ مهالو موخو په اړه ډېر زیات فکر کوي، دا کسان په خپلو خوبونو پسې ځي، مهمه نه ده، چې څه پېښېږي، حتا که اړ شي، له خپلو لېوالتیاوو څخه لاس واخلي، نو دا کار هم ترسره کوي.
 
بریالي کسان خپل وخت په بېځایه کارونو باندې نه تېروي
بریالي کسان خپل وخت په بوختونکو پروګرامونو لکه: د فلمونو، ډرامو او ویډیو یي لوبو په ننداره کولو باندې نه تېروي. که غواړئ ډېر ژر خپلو خوبونو ته ورسېږئ، باید د دا ډول خپرونو له ننداره کولو څخه لاس واخلئ.
 
له نورو سره همدردي کوي
بریالي کسان د نورو خبرو ته غوږ نیسي، تائیدوي یې، ترڅو وکولای شي، له خلکو سره خپله اړیکه وساتي، هغوی له خلکو سره په لومړني لید کې مُسکا کوي، د هغوی دا چلند د بریالیو افرادو د چلند ښکارندویي کوي، چې د نورو له نظره یې ستر ښکاره کوي.