د کافي (ویټامین سي) ترلاسه کولو لپاره يوه ورځ کئ څو نارنج/مالټې بايد وخوړل شي؟ 

ویټامین سي په اوبو کې حل کېدونکی ویټامین دی او د بدن لپاره یو له اړینو عناصرو څخه دی.

د یو بالغ کس لپاره د ویټامین سي وړاندیز شوی ورځنی مصرف د ۶۰ ملي ګرام څخه تر ۹۰ ملی ګرامه پورې دی. 

نارنج او مالټه هغه میوې دي چې تر ټولو ډیر ویټامین سي لري. د منځنۍ اندازې نارنج چې شاوخوا ۱۵۰ ګرامه وزن لري نو په کې نېږدې ۶۰ ملي ګرامه ویټامین سي شتون لري. 

وجود کې د ويټامين سي د پوره کېدو په پاره ورځ کې يو نارنج يا دوه مالټو خوړل روغتيايي او ګټور دي.