نړۍ کې ترټولو ګران بيه (قيمتي) مايع څه ده؟

اوسنۍ نړۍ او دې ۲۱مه پېړۍ کې ډېر توکي شتون لري چې بيې يې ډېرې لوړې او رانېول يې مشکل وي. د نور توکو وراېخوا مايعات لکه تيل، غواړي، اوبه، پېترول او نور هم ورځ له بلې لوړې بيې ته رسيږي. 

په اوسني وخت کې د مايعاتو له منځه ترټولو ګران بيه او قيمتي مايع د لړم زهر حساب شوي دي. د لړم زهر چې  د مايعاتو په ډله کې راځي د لوړې بيې رېکارډ لري او بله داسې کومه مايع نشته چې بيه يې د لړم له زهرو پورته وي. 

د ساينس اې بي ادارې د مالوماتو پر بنسټ په روان ۲۰۲۲ز کال کې د يو لېتر د لړم زهرو بيه يو مېليون او درې سوه زره امريکايي ډالر ده چې اوسني وخت کې کومه بله مايع دومره بيه نه لري. 

د لړم له زهرو طبابت او درمل جوړونې برخه کې کار اخېستل کېږي او د لړم له زهرو جوړ درمل دا وړتيا لري چې ډېر شديد او سخت درد په کم وخت کې  قرار او تسکين منځ ته راوړي.