د سترو رهبرانو مهمې ځانګړتیاوې، څنګه نور رهبري کړو؟

کله چې یو کس رهبرۍ ته رسېږي، باید داسې بشپړتیا ته رسېدلی وي، چې وکولای شي د خپل ټیم له غړو سره په سمه توګه چلند وکړي او متقابل درک ولري، ترڅو د ټیم غړي د خوندیتوب احساس ولري. په دې لیکنه کې د یوه اغېزناک رهبر په ځانګړتیاوو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
د دې لپاره دوې مهمې ځانګړتیاوې، چې یو فرد د رهبر په توګه ټاکل کېږي:
۱ ـــ فرد په ذاتي توګه د رهبرۍ له جنتیکي ځانګړتیاوو سره زېږېږي.
۲ ـــ  د وخت په تېرېدو او د رهبرۍ د تګلارو په زده کولو او له هغو څخه په ګټه اخیستلو سره کولای شئ، په دې چاره کې پرمختګ وکړئ.
 
له ټولو سره د هغوی له وړتیاوو سره سم، مناسبه اړیکه ټینګول
لوړ رتبه رهبران تل یوه ګډه ځانګړتیا لري او هغه هم دا چې له خپلو شاوخوا خلکو سره په سمه توګه اړیکه ټینګوي، ښایي داسې فکر وکړئ، چې دا کار ډېر آسانه دی، خو دا کار له همدا اوسه پیل کړئ، په کومه خونه کې چې یاست، هڅه وکړئ له ټولو افرادو سره د اړتیاوو، وړتیاوو او هر هغه څه ته چې اړتیا لرئ، د هغو په تناسب اړیکه ټینګه کړئ او هڅه وکړئ، چې د هغوی نسبي رضایت او خوښي رامنځته کړئ.
 
په ډاډ سره ویلی شم، چې آسانه کار نه دی، خو کېدونکی دی او یوازې لوړ رتبه او غوره رهبران په تمرین کولو سره ور رسېږي. اړیکیزې تګلارې، چې مدیران ترې ګټه اخلي، بېلابېلې  ځانګړتیاوې لري، چې هغوی له نورو څخه جلا کوي، په اغېزناکه توګه د ټیم له ټولو غړو سره دوامداره اړیکه، یوه له دې ځانګړتیاوو څخه ده.
 
په کار کې مهارت او د ټولنیز او کاري بلوغ لرل
په داسې حال کې، چې اصیل، اخلاقي او کاریزماتیک اوسېدل، دا ټول د یوه رهبر لپاره غوره مهارتونه دي، خو یوه ځانګړتیا، چې غالباً ورته پام نه کېږي، بلوغ ده. باخبره او روښانه پرېکړې کول، د نورو د پیاوړتیا لپاره مشورې ورکول او د احساساتو حاکمیت څخه ډډه کول، دا ټولې د یو بالغ رهبر نښې دي.
 
بلوغ د اعتماد د رامنځته کېدو لپاره یوه لاره ده. دا امتیاز د عمر په زیاتولو سره نه، بلکې د بریا او د مهارتونو د لوړولو لپاره د یوه پُل په توګه په فکر کولو او د تېروتنو په منلو سره ترلاسه کېږي.
 
رهبر باید په سختو او پېچلو شرایطو کې نرم او انعطاف منونکی وي
په سختو حالاتو کې د رهبر لپاره د بدلون او انعطاف منلو وړتیا ډېره زیاته اړینه او ضروري ده، ځکه همدا د انعطاف منلو وړتیا ده، چې یوه ټیم ته ډاډ او خوندیتوب ورکوي، ترڅو په خپل تګلوري کې پرمختګ وکړي. د انعطاف منلو یوه بله ځانګړتیا، د انعطاف په برخه کې مقاومت کول دي او دا په دې مانا ده، چې یو رهبر د حل یوه بله لاره ازمویي او ټیم ورته هڅوي، دا کار د دې سبب ګرځي، چې ځای پرځای له درېدلو او ناهیلۍ څخه لیرې شي او د ټیم له ودې سره مرسته وکړي.
 
د رهبر یوه بله مهمه ځانګړتیا په ټیم کې مسؤولیت منل دي
د یو لوړ رتبه رهبر یوه له ځانګړتیاوو څخه دا ده، چې ټیم ته د مسؤولیتونو د منلو لپاره لارښوونه کوي. د ټیم هر یوه غړي ته یو کار ورسپاري او د هغه کار په اړه ترې ځوابونه غواړي. که رهبري تر دې ځایه پرمخ لاړه شي او یوازې لاس لاندې کسانو ته مسؤولیت ور وسپاري، یوه حاکمیت غوښتونکې رهبري ده، خو یوه غوره او د ډېرو پلویانو لرونکې رهبري، د هغه چا کار دی، چې د خپل کار او تصمیمونو مسؤولیت مني، هغه حتا خپل ځان دې ته اړ کوي، چې د خپلو تېروتنو په اړه له ټیم سره خبرې وکړي او ښکاره کړي، چې مسؤولیت منونکی دی.
 
تل زده کړې ته تږی واوسئ
که تاسو یو نوی کارمند واوسئ، د پوهې تنده مهمه ده، خو زده کړه د رهبرانو لپاره هم ډېره زیاته مهمه ده. د یوه مدیر په توګه، دا مهمه ده، چې تاسو د صنعت او خپلو شخصي لېوالتیاوو په اړه لا ډېر څیزونه زده کړئ، له زده کړو سره لېوالتیا کولای شي، د شرکت د ودې او د کارمندانو د مدیریت پرمهال تاسو ته امتیاز درکړي، د زده کړې د ډېرښت په مرسته کولای شئ، په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه په خپلې رهبرۍ باندې اغېز وښندئ.
 
هڅه وکړئ، چې سمون منونکی واوسئ
دا چې کاري شرایط لوړې او ژورې لري، دا هغه څه دي، چې ټول مدیران پرې باور لري، خو دا چې وکولای شئ په سختو او ستونزمنو شرایطو کې سمون منونکی واوسئ او خپل ځان ته له شرایطو سره سمون ورکړئ، د هر چا کار نه دی. سمون منل، یانې دا چې په بحراني شرایطو کې داسې یو کار کوئ، چې د ټیم، شرکت او کاروبار په موخو کې بدلونونه رامنځته کوئ، چې دا ټول د ټیم په ګټه تمامېږي.
 
سمون منل دې ته اړتیا لري، چې وکولای شئ ټیم له هغو څیزونو سره د مخامخ کېدو لپاره چمتو کړئ، چې مخکې یې نه دي تجربه کړي، البته دا کار په ځان باندې باور او خطر منلو ته اړتیا لري.
 
یو رهبر باید زړور وي
یو رهبر باید زړور وي، ترڅو وکولای شي، د ټیم لپاره نوي شرایط تعریف کړي، حتا کله چې یو رهبر په خپل ټول ځواک سره تصمیم نیسي، په عین حال کې باید وکولای شي، د ناخوندیتوب دویمه او درېیمه کچه هم تشخیص کړي، ترڅو له حیرانتیا سره مخامخ نه شي. دا ډول رهبران له خپل ټیم سره د نا امنیو او استثنایي شرایطو په اړه خبرې کوي او ترې مشوره اخلي او هغوی له هر څه سره د مخامخ کېدو لپاره چمتو کوي، دا کار تر ډېره د رهبر لرلید ته ورته کېږي.
 
یو رهبر باید عاجزي ولري
یو رهبر معمولاً هغه څوک دی، چې د یوه ټیم بشپړه بریا په هغه پورې تړاو لري، په دې حالت کې، کله چې هغه بریا ته رسېږي، کولای شي، له ډېر ویاړ او غرور څخه مالامال شي، خو هغه رهبر په زړه پورې، د خوښې وړ او تګلاره یې د څارلو وړ ده، چې له ځانه عاجزي نندارې ته وړاندې کړي.
 
دا ډول رهبر، داسې ښکاره کوي، چې د ده او د ټیم بریا یې، د ټیم د ټولو غړو د بېدرېغه هڅو له کبله ده، هغه رهبر، چې په دې موضوع باندې اعتراف کوي، په ټیم باندې مستقیمه او غیر مستقیمه مثبته اغېز ښندنه کوي او ډېره ګټه به وکړي.
 
رهبر باید د خپل ټیم لپاره د چلندیز خوندیتوب احساس رامنځته کړي
په چلند کې ساده ګي د دې سبب ګرځي، چې ټیم تاسو ته نږدې شي او ستاسو او دغه راز ستاسو د تصمیمونو په اړه ښه احساس ولري. کله چې له هر پلوه په لاسرسي کې واوسئ او د خیالي او غیر واقعي افکارو لرونکی ونه اوسئ، نور تر ډېره ستاسو له څارلو لېوالتیا لري.
 
که له بریده زیات پېچلی، پرمختللی یا خیالي او غیر واقعي واوسئ، ټیم له تاسو نه واټن اخلي او دا چاره اصلاً د ټیم او د ټولګې په ګټه نه ده. عاجز او خاکساره اوسېدل له سادګۍ څخه یو غوره تعریف دی. موږ تل خاکساره او بې غروره خلک خوښوو، ځکه چې زموږ فطرت ته نږدې دي. معمولاً د دې کسانو خبرې ډېرې زیاتې اغېزناکې وي.
 
رهبر باید د ټیم له غړو سره مرسته وکړي
د ګټور اوسېدو بېلګه، چې د رییسانو او لوړ رتبه مدیرانو په شان کې ده، داده، چې خپلو غړو ته ووایئ، چېرته مرستې ته اړتیا لري او تاسو دا کار ترسره کوئ. معمولاً لوړ رتبه رهبران هغه کسان جذبوي، چې خپل کار ترسره کولای شي، خو که په کار کې دا همکاري شتون ولري او کار کوونکي پوه شي، چې مدیر ډېره زیاته هڅه کوي او د پروژې د بریا په برخه کې بېدرېغه کړنې ترسره کوي، په غوره توګه کولای شي، چې په خپل کار باندې واک ولري او موخې ته ورسېږي.
 
شوخ طبیعته او خوشاله رهبر واوسئ
په هغه موده کې، چې په یوې پروژې باندې کار کوئ، غوره ده، چې لږ شوخ طبیعته واوسئ. په شوخ طبیعتۍ سره کولای شئ، په ډېرې هوساینې سره بحراني شرایط مهار کړئ او د شخړو شدت را کم کړئ. که تاسو یو شوخت طبیعته فرد واوسئ، کارمندان تر ډېره په تاسو باندې اعتماد کوي او چمتو دي هڅه وکړي، ترڅو هر څه په ښه توګه پرمخ لاړ شي.
 
شوخ طبیعتي په کاري چاپېریال او ټیم باندې حاکمه فضا سپکوي او د دې سبب ګرځي، چې ټول په انرژۍ، په هوساینې او آرامۍ سره کار وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي. که تاسو تر دې دمه د یوه حاکمیت کوونکي مدیر رول درلوده، نو د مهربانۍ له مخې همدا اوس خپل کار ته شوخ طبیعتي را وبلئ او پایله یې وګورئ.
 
یو ښه رهبر درونګرا دی
د دودیز غلط تصور پرخلاف، دروانګرا رهبران ډېر ښه افراد دي، هغوی معقول او تل په مدیریت باندې بوخت دي او د هر موقعیت د تحلیل او تجزیې لپاره د هغوی وړتیا، کولای شي له ځانه سره د نه باور وړ پایلې ولري، دغه راز درونګرا افراد غوره ګڼي، چې خبرو ته غوږ ونیسي، په دې مانا، چې هغوی بېلابېل لیدونه په پام کې ونیسي او له دې وروسته نیوکیزو افکارو ته ډېر وخت په پام کې نیسي.
 
یو ښه رهبر د مثبت فکر لرونکي اوسېدو ترڅنګ ځیرک هم دی
ټول فکر کوي، چې د خپل کار او مدیریت په اوږدو کې باید ځیرک واوسئ، ترڅو زیان ونه وینئ یا حیران نه شئ، خو ځیرک اوسېدل، د منفي لید لرونکی اوسېده ګڼي، په داسې حال کې، چې مثبت اوسېدل او په ټول ټیم کې د دې حس خپرول، کولای شي، د ښو تجربو کچه لوړه کړي، مثبت اوسېدل واقعیتونو ته د نه پاملرنې په مانا نه ده.
 
په هر ځای کې له یو څیز سره د لېوالتیا حس لیدل کېږي، هغه څیز ته رسېدل، هغه موضوع ده، چې رامنخته شوې ده. هغه مدیران، چې له کار، هڅې او موخو ته رسېدو سره لېوالتیا لري، دا حس په ټول ټیم او سازمان کې خپروي. دا لېوالتیا د یوې ساري ناروغۍ په څېر ده، چې په ډېرې آسانۍ سره هر یوه غړي ته لېږدېږي او غوره پایلې رامنځته کېږي.
 
رهبر باید په بحراني شرایطو کې ثبات او پایښت ولري
یو صفت بسنه نه کوي، یو ښه رهبر د ښو صفتونو یوه ترکیب ته اړتیا لري، خو د ټولو صفتونو په منځ کې، زه باوري یم، چې یو رهبر باید هم په احساساتو کې او هم په شور او لېوالتیا کې ثبات ولري. کله چې شرکت له هرې ستونزې سره مخامخ کېږي، رهبر هغه څوک دی، چې د انسانانو یو ټولی ورپسې ده.
 
پایښت لرونکی اوسېدل د سرسخت اوسېدو په مانا نه دی، پایښت لرونکی اوسېدل په دې مانا دی، چې رهبر د شرکت اساس او بنسټ دی، په هر توپان کې آرام دی. په حقیقت کې رهبر کېدل یو سخت کار دی، د هر څیر د ترلاسه کولو لپاره، باید دوه برابره هڅه وکړئ، رهبر کېدل هم ډېره زیاته هڅه غواړي، ترڅو وکولای شئ، له غوره ټیم سره، یو ښه سازمان ولرئ.