ایا شنه مرچ د پروستات سرطان مخه نیسي؟

په وروستیو کلونو کې، ساینسي څیړنو ښودلې چې زموږ په ورځني رژیم کې د مرچ شاملول مختلف روغتیایی ګټې لري چې له ډله يې د سرطان چانس کمول، د زړه د ناروغیو مخېنوی او اوږد عمر لامل کېدل دي.

د شنو مرچو په اړه تر سره شوې څېړنې ښيي چې  دغه ترکاري د A او C ويټامين ښه سرچينه ده او په کې د سي ويټامين مقدار د ليمو او نارنج په پرتله شپږ ځلې ډېر دی. له سي او اې ويټامين وراېخوا، شنه مرچ د انسان په هضمي سېسټم کې غوره رول لري. معده کې مضرې بکترياوې له منځه وړي او پر  دې اساس ورته د معدې ساتونکي وايي. 

شنو مرچو کې B او E ويتامين هم ډېر دی  او ورسره د اوسپنې او پوتاشيم سرچينه شمېرل کېږي. میټابولیزم  او هضم کې د شنو مرچو ونډه ۲۵ سلنه حساب شوې ده.  

 د ساینس ورځپاڼې د راپور له مخې مرچ د سرطان خطر کموي. د څیړونکو د یوې ډلې په وینا چې په بیلابیلو هیوادونو کې یې له نیم ملیون څخه ډیر خلک تحلیل کړي چې په منظم ډول شنه مرچ خوري او هغه خلک چې هیڅ مرچ نه خوري یا په کمه اندزاه سره خوري، نو روغتيايي وضعيت يې توپيري وي. 

د شنو مرچو خواړل په روغتيايي بنسټ د انسان ژوند ۱۴ سلنه اوږدوي او دا ځکه کېږي، چې شنه مرچ هضم کې مرسته کوي؛ وجود کې د پروسټات سرطان حجرې وژنې او مقابل کې له روغتيايي حجرو ساتنه کوي.