
نوراحمدعايل
دا د مېز د سر ساعت چې هېڅ ډول بېټرۍ نه خوري او يوازې په اوبو کار کوي. دا ورته کافي ده چې هر اوونۍ يې يو ځل اوبه وربدلې کړئ ؛ترڅو د عقربو د چلولو او گرځولو وړتيا پيدا کړي.
دا ساعت ،چېAlarm Clock) Water-Powered Digital) نومېږي؛خپله انرژي د اوبو اوفلز تر منځ د يوه کيمياوي غبرگون په پايله کې تر لاسه کوي، او په وخت او ورځې ښودلو سربېره د تودوخي درجه، او د الارام اسانتيا هم لري.که چېرې يې له اوبو خالي کړئ، تر دوو دقيقو کار کوي ،خوبايد په دې دوو دقيقو کې يې اوبه وربدلې کړئ، د يو څه خوراکي شيانو په وراچولو سره به د ساعت فزيکي ښکلا لا يو په دوه شي.
دا ساعت په بازار کې په٢٥ ډالر پلورل کېږي.